د لاس رسي وړ اتصالات

د لشکر طیبه د بنسټ ایښونکي حافظ سعید محاکمه


حافظ سعید او پلویان یې
حافظ سعید او پلویان یې

د پاکستان د لاهور په ښار کې د ترهگرۍ ضد ځانګړې محکمې اعلان کړی چې د همدې کال د ډسمبر په اومه به د تروریزم سره د ملاتړ په خاطر د حافظ سعید سزا اعلان شي.

د جماعت الدعوه ډلې مسؤل حافظ سعید او ددې ډلې نور مشران پدې تورن دي چې د خیریه سازمانونو له لارې پیسې ټولوي او د تروریزم مالي ملاتړ کوي

د لشکر طیبه ډلې بنسټ ایښوونکی حافظ سعید، د هند دممبای د ٢٠٠٨ کال په مرګانیو بریدونو کې د رول لرلو په تور د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړای شوی دی.

حافظ سعید د جولای په میاشت کې د پاکستان د پنجاب په ایالت کې ونیول شو.

نړیوال فشارونه او د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ پراخیدو پاکستان دې ته اړ کړ چې د سعید د خیریه موسسو فعالیت بند کړي. د پاکستان حکومت همداشان د جماعت الدعوه د روغتونونو او دیني مدرسو کنترول هم ترلاسه کړی دی.

د مالي اقدام ډلې Financial Action Task Force د لشکر طیبه او جماعت الدعوه ډلو په وړاندې د نه عمل کولو په دلیل پاکستان په "خړ" لست کې شامل کړی دی.

نړیوالې څار ډلې د اکتوبر په میاشت کې وویل چې پاکستان به په "خړ" لست کې پاته شي او که د ترهگرۍ پر ضد خپل عملیات ښه نکړي د نورو اقداماتو سره به هم مخامخ شي.

دغه بین المللي ډله د پیسو د سپینولو او ترهگرۍ د تمویل اړوند پیښې څاري او پاکستان یې په خپل "خړ" لست کې شامل کړی دی او که دغه هیواد په تور لست کې شامل شي د نړۍ د نورو مالي تاسیساتو سره به ددې هیواد معاملې او د بهرنۍ پانگې جذبول ډیر مشکل شي او د پاکستان اقتصاد ته به سخت تاوان پیښ شي.

له دې دمخه د پخواني صدراعظم نواز شریف په گډون د پاکستان څو لوړپوړي مقامات د پیسو سپینولو په تور بندیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG