د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ومنله چې د حقاني شبکې ځیني غړي هلته دي


پاکستان وايي که طالبانو او حقاني ترهګریز فعالیتونه پرېنږدي، دوی به یې هرکلی ونکړي.
پاکستان وايي که طالبانو او حقاني ترهګریز فعالیتونه پرېنږدي، دوی به یې هرکلی ونکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري په خپلو تازه څرګندونو کې منلې چې په پاکستان کې د حقانې شبکې ځینې غړي فعالیت کوي.

ښاغلي چوهدري د پاکستان له حکومتي تلویزون سره په یوې مرکې کې د حقاني شبکې غړو ته خبرداری ورکړ که په افغانستان کې ترهګري پرېنږدي، پاکستان کې یې ځای نشته.

هغه وايي "طالبانو او حقاني شبکې ته زموږ ښکاره پیغام دا دی چې په افغانستان کې په هېڅ ډول ترهګریزو فعالیتونو کې برخه مه اخلئ، که مو چال چلند بدل نشو، پاکستان درته هرکلی نه وايي- پاکستان کې مو ځای نشته-".

د ښاغلي چوهدري له دغه ښکاره پیغام نه داسې ښکاري چې پاکستان په یو ډول نه یو ډول پر طالبانو او حقاني شبکې نفوذ لري.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د راپور په اساس، ښاغلي چوهدري دا هم ومنله چې د حقاني شبکې ځیني غړي په پاکستان کې فعالیت کوي.

هغه وايي "حقیقت دا دی چې د حقاني شبکه د طالبانو یوه برخه ده چې په مختلفو ځایونو کې خوره وره ده. د هغوی زیاتره غړي په افغانستان کې دي او ځینې یې په پاکستان کې فعالیت کوي".

د امریکا مشروط مرستې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا څرګندونې د امریکا د کانګرس له هغې پرېکړې وروسته کړي، چې پاکستان ته یې په مشروط ډول پوځي مرستې ومنلې.

د امریکا کانګرس پرېکړه کړې چې پاکستان ته د کال د ۹۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستو څخه یې ۴۰۰ میلیونه باید په دې شرط ورکړل شي چې د حقاني شبکې پر ضد جدي اقدام وکړي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان غږ وکړ چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي.

ولسمشر غني د هند په امرتسر کې د اسیازړه په کنفرانس کې له پاکستان څخه مننه وکړه چې د بروکسل په غونډه کې یې له افغانستان سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه، خو هغه وویل ښه به وي چې اسلام اباد دا پېسې په خپلې خاورې کې د ترهګرو په ځپلو ولګوي.

کابل په وار وار پاکستان په افغانستان کې په روان تشدد کې په لاس لرلو، طالبانو او حقاني شبکې سره په مرستو تورن کړی، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG