د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرزاق: دوه اوونیو کې د پانډایا نه د نړۍ تر ټولو غټ توپ وهونکي جوړوم


د پاکستان پخواني لوبغاړي عبدالرازق د هندي لوبغاړي د روزنې لپاره تیاری ښودلی.
د پاکستان پخواني لوبغاړي عبدالرازق د هندي لوبغاړي د روزنې لپاره تیاری ښودلی.

د پاکستان پخواني آلرونډر عبدالرزاق ویلي که دوه اوونۍ وخت ورکړل شي د هند آلرونډر هاردیک پانډیا نه به د نړۍ تر ټولو غوره آلرونډر او توپ وهونکی جوړ کړي.

د پاکستان دغه لوبغاړي په یوې ویډیو کې ویلي " د لومړي ځل لپاره مې د ویسټ انډیز په خلاف د هاردیک پانډیا لوبه ولیده او د هغه په توپ وهنې کې مې ډیرې نیمګړتیاوې ولیدې." رزاق همدارنګه ویلي چې د پانډیا " فټ ورک، د بدن توازن او بیټ تاوولو" کي ستونزه لري.

عبدالرزاق ویلي که د هند کرکټ بورډ وغواړي دی تیار دی چې د په عربي متحده اماراتو کې د دوه اوونیو لپاره هندي لوبغاړي هاردیک پانډیا وروزي. رزاق دا ندي ویلي چې دا کار د ښه نیت له مخې کوي او یا به د هند کرکټ بورډ نه امیتاز اخلي او نه هم د هند کرکټ بورډ تر اوسه پدې هکله څه ویلي دي.

هند او پاکستان کې د سیاست تر څنګ د کرکټ په نړۍ کې هم رقیبان ګڼل کیږي، د کرکټ په برخې کې همکاري نلري او دا ښایي لومړی ځل وي د هندي لوبغاړي د روزنې خبره کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG