د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان "هندي جاسوس" سره د یو دپلومات د ملاقات اجازه ورکړه


Pakistan Indian Spy- Kulbhushan Jadhav
Pakistan Indian Spy- Kulbhushan Jadhav

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هغه هندي سره یې د هند د یو دیپلومات د ملاقات اجازه ورکړې چې د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوی دی.

په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۲) یې یو هندي دپلومات ته اجازه ورکړه چې په زندان کې له ګلبشن یادوف سره وویني.

کولبهوشان جاداو په ۲۰۱۶ کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بیا د پاکستان یوې پوځي محکمې په اعدام محکوم کړ.

پاکستاني چارواکي وایي دا کار یې د عدالت د نړیوالې محکمې په غوښتنه کړی دی. د عدالت نړیوالې محکمې د جولاۍ په میاشت کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د دغه هندي وګړي د اعدام حکم دې نه تطبیقوي.

د دغه کس نیول د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو د خربوالي یو بل علت بلل کیږي. څه موده مخکې هند تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ټول صلاحیتونه لغوه کړل او له دې سره د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې شوې.

XS
SM
MD
LG