د لاس رسي وړ اتصالات

کرسټین فیئر:پاکستان ته تر اوسه د هغوي د کړنو سزا نده ورکړل شوي


د امریکا په جارج ټاون پوهنتون کې پروفیسره کرسټین فیئر امریکا غږ ته د ټرمپ د افغانستان د نوي تگلارې په هکله وویل چې هغه فکر نه کوي چې په دغه تگلارې کې به دومره لوی بدلون راشي.

اغلې فیئر زیاته کړه چې د پاکستان په چلند ټول خلک خبر دي او هغه دا چې پاکستان د امریکا نه پیسې اخلي او د طالبانو سره مرسته کوي.

اغلې فیئر وایي چې تر څو د امریکا په کانگرس کې ټول غړي یو نظر ونلري او د پاکستان په مسله موافق نه وي نو د پاکستان مسله به حل نشي.

هغې په دغه لړ کې د مشرانو د جرگې د غړي سناتور باب کراکر په هکله وویل چې هغه د پاکستان په هکله بیخي سم دریځ لري خو بیا د کانگرس ځینې غړي لکه سناتور جان مکین چې په هر څه خبر دي خو بیا هم د پاکستان په هکله نرم دریځ لري او دفاع یې کوي.

کرسټین فیئر وویل "چې تر څو کانگرس په دی مسله موافق نه وي نو دا هیڅ معنی نلري چې سپینه ماڼۍ څه وایي. په کانگرس کې په دی هکله ( د پاکستان په اړه) ډیرې رایې موجودي دي. زه دا فکر نه کوم چې د پاکستان مسله به حل شي خو که چیرته د پاکستان مسله حل شي نو نتیجه به یې څه وي؟ نور افغانان به ووژل شي. پاکستان ته تر اوسه پورې د هغوې د کړنو سزا نه ده ورکړل شوي."

د امریکا حکومت ته پکار ده چې یو څو مسلې حل کړي او هغه دا دي "افغانان باید په خپله د حکومتدارۍ مسولیت په خپل لاس کې واخلي او یواځي د نورو ملکونو په منابعو اتکا نه کوي. د پاکستان باید د طالبانو د ملاتړ نه لاس اخیستو ته مجبوره کړی شي او د امریکا ماموریت هم څرگنده شي. او تر اوسه پورې مونږ په دغو دریو کې ناکامه شوي یو."

کرسټین فیئر وویل چې د پاکستان مجبوره کول په دی وجه ډیره گرانه ده چې هغوي اتومي وسلې لري.

اغلي فیئر په اخیره کې د ټرمپ په حکومت هم نیوکې وکړې چې د جنرال نیکولسن په رول یې سخت انتقاد کړیدی او وی ویل چې جنرال نیکولسن یو پوه او قوي جنرال دي.

( دکرسټین فیئر مرکه د امریکا غږ ډیوې راډیو کړیده)

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG