د لاس رسي وړ اتصالات

عباسي: پاکستان تر نورو ډیر په افغانستان کې سوله غواړي


عباسي وایي پاکستان او امریکا گډ هدف لري.
عباسي وایي پاکستان او امریکا گډ هدف لري.

جیم مټیس د دوشنبې په ورځ (ډیسمبر ۴) د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر په توگه اسلام اباد ته ورسید.

جیم متیس ویلي اسلام اباد ته د سفر هدف یې د پاکستان سره د همغږۍ رامنځه ته کول او گډ کار دی.

ښاغلي مټیس پاکستان ته د تگ مخکې وویل چې هدف د یوې مشترکې وجهې رامنځ ته کول دي او د پاکستان سره مشترکې وجهې لري.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې د پاکستان په زرگونه عسکر او سلگونه بې گناه خلک د ترهگرو له خوا وژل شوي او زخمیان شوي.

جیم مټیس په اسلام اباد کې دد پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د هغه هیواد د استخباراتي ادارې (آی اس آی) مشر سره ملاقات وکړ.
جیم مټیس په اسلام اباد کې دد پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د هغه هیواد د استخباراتي ادارې (آی اس آی) مشر سره ملاقات وکړ.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د جیم مټیس سره په خبرو کې وویل چې پاکستان او متحده ایالات گډ هدف لري او پاکستان تر بل هر هیواد ډیر غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

په اسلام اباد کې د دوشنبې د ورځې په ملاقات کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د هغه هیواد د استخباراتي ادارې (آی اس آی) مشر هم گډون درلود.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته امریکایي چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې پاکستان باید د هغو ډلو پر ضد چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو حملې کوي، نور اقدامات وکړي.

امریکایي چارواکي له ډیر مودې راهیسې د پاکستان له دریځ چې د حقانې، افغان طالبانو او ځینو نورو تندلارو ډولو په وړاندې اقدام نکوي، پوزې ته رسیدلي.

دغه ډلې په افغانستان کې په نړیوالو او افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي، خو پاکستان دا تورونه بې بنسټه بولي.

د راپورونو له مخې ویل شوي و چې پاکستان ته د مټیس د سفر هدف په هغه هیواد باندې فشار راوستل دي خو وویل چې د ده د کار تګلاره داسې نهده بلکې دی باور لري چې په دې برخه کې باید جدي کار وشي.

د بروکینز څیړنیز مرکز څخه مایکل اوهنلون خبرداری ورکوي چې واشنگتن به د پاکستان په وړاندې خپل زغم له لاسه ورکړي.

ښاغلي اوهنلون زیاتوي "له ډیرو کلونو راهیسې مونږ هیله مند و چې پاکستان به د افغانستان په اړه خپل نظر او زمونږ رول بدل کړي. خو دا ډول هیلې اوس هغمره پراخې ندي. د انډول د ساتلو لپاره، زه فکر کوم باید فشارونه زیات شي."

تېره میاشت د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر لهجه بل ډول وه. هغه خبرداری ورکړی و چې د پاکستان پر ضد له هر ممکنه اقدام څخه مخکې باید یو وارې بیا له اسلام اباد سره خبرې وشي او د ترهګرۍ په ضد مبارزې ته قانع کړل شي.

XS
SM
MD
LG