د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې په مظاهره کونکو د ترهگرۍ تورونه او غبرگون


په سوات کې پولیسو په هغه کسانو چې د یکشنبې په ورځ یې د پوځ په ضد مظاهره وکړه، د غدارۍ او ترهگرۍ تورونه رسمي کړیدي او د پولیسو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو سخت غبرگون پارولی دی.

په سوات کې د یکشنبې په ورځ په دغو مظاهرو کې چې د منگورې او خوازه خیلې په سیمو کې وشوې، برخه اخیستونکو د پوځ په ضد او د ازادۍ شعارونه ورکول.

د سوات پولیسو د مظاهرو د تنظیمونکو په ضد تورونه رسمي کړیدي او وایي چې دغو کسانو د ادارو او پوځ په ضد په خلکو کې کرکه خپروله.

د ډیوې راډیو خبریال فیاض ظفر چې په منگوره کې ژوند کوي، اشنا راډیو ته وویل چې د پولیسو په دغې پریکړې د سوات خلک خپه شویدي او وایي چې د دغو کسانو په ضد د ترهگرۍ او یا د خیانت ادعا ته ضرورت نه و. هغه وویل چې د سوات خلک نیت لري چې د دغې عمل په ضد مظاهره وکړي.

فیاض ظفر دا هم وویل " ټولو خبریالانو ته ایمیل شوی و چې د دغو مظاهرو په هکله به رپورټونه نه خپروئ ځکه چې دغه مظاهره چیان د بهرنو ادارو لپاره کار کوي."

په سوات کې پوځ د هغې وخت راهېسې میشت دی چې د پاکستان تحریک طالبان د اوسني مشر د ملا فضل الله په مشرۍ کې طالبانو په ٢٠٠٧ کال کې د هغه وخت د ولسمشر جنرال مشرف په ضد د جهاد اعلان وکړ.

د پاکستان پوځ د طالبانو په ضد د عملیاتو لپاره سوات ته لاړل او په ٢٠٠٩ کال کې یې لوی عملیات وکړل چې یې دری ملیونه سواتیان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

په سوات کې د پوځ د راتگ نه وروسته هم په لسگونو مشران په هدفي توگه وژل شویدي. د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو په ملاله یوسفزۍ هم حمله وکړه او د هغې د وژلو کوښښ یې وکړ، هغه په دغه حملې کې ژوندۍ پاتې شوه او اوس د جینکو د تعلیم لپاره نړیواله مبارزه ده.

په ټولنیزو رسنیو غبرگون

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي د پولیسو لخوا د دغو خلکو ضد مقدمه لیکل په خپل ټویټر وغندل. هغه لیکلي دي چې پوځي او ملکي چارواکې دې د خلکو قانوني غوښتنو ته ځواب ووایي

په پاکستان کې د بشري حقونو کارپوه جبران ناصر بیا لیکلي چې د سوات د سوله ایزو مظاهره چیانو په ضد دغه اقدام ناروا دی. هغه وویل چې په مردان کې چې د مشال خان په ضد کومه مظاهره شوي وه، د هغو کرکه خپرونکو مظاهره چیانو په ضد رسمي تورونه چیرته دي.

د یادونې وړ ده چې مشال خان د ٢٠١٧ کال د اپریل په میاشت کې په مردان کې د خپل پوهنتون محصلینو مذهب ته د سپکاوې په تور په وهلو وهلو مړ کړی و. د فبرورۍ په ومه نیټه محکمې د هغه قاتلانو ته د اعدام او د عمري قید سزاگانې ورکړی چې په ضد یې مظاهرې وشوی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG