د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني مشرانو د سولې عمل پلان په نهايي کولو موافقه کړې


د پاکستان صدراعظم ته په ارګ کې د جمهور رئیس غني له خوا هرکلی وویل شو.
د پاکستان صدراعظم ته په ارګ کې د جمهور رئیس غني له خوا هرکلی وویل شو.

افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ د جمعې د ورځې په خبرو کې په یو لړ مسلو د موافقو ترڅنګ پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ نهايي کړي.

په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني او د پاکستان صدراعظم د دوه اړخیزو اړیکو، تروریزم سره د مبارزې، منطقوي اتصال، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دسولې د مذاکراتو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو، په عزت سره د کډوالو د راستنېدو، د سړک جوړولو او ريل پټلۍ د پروژو، د زندانیانو د تبادلې او د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ د نهايي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي "جمهور رئیس غني له هغې غاړې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو موضوع په جدي توګه د پاکستان صدراعظم سره مطرح کړه او هغه ته یې په ټینګار وویل، اوسنی وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او باید هر راز تشویش د رسمي مراجعو، بحث او مذاکراتوله لارې شریک او حل شي".

دا اعلامیه وايي، همدارنګه دواړو غاړو په منطقوي اتصال په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ په انتقال، د کویټه ـ کندهارـ هرات او د پيښورـ جلال اباد د ریل پټلۍ د دوو سترو پروژو او پيښورـ جلال ابادـ کابل د لویې لارې د جوړولو د عملي کار په پیلولو بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې موافقه وشوه، چې افغانستان ته په عزت سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره دې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی واضح مهال‌وېش او مکیانیزم ترتیب کړي.

دغه راز له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا د اتصال او انتقال په اړه د دواړو هېوادونو پلاوی موظف شو.

دا اعلامیه وايي " همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د یو سند چمتو کولوپه اړه دبحث او موافقې ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزارتونه به د ”سولې او پیوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان سند“ نهايي کړي".

د دغې اعلامیې له مخې دغه راز په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو په جوړېدونکي کنفرانس هم بحث وشو.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي " د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي طالبانو ته د جمهوررئیس غني د سولې د وړاندیز هرکلی وکړ او د افغانانو په مشرۍ یې سوله د حل یوازینۍ لاره وبلله او په دې برخه کې يې د خپل هېواد په استازیتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ".

همدارنګه صدراعظم عباسي،د دغې کتنې په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

ددغه سفر په اړه دمخه معلومات

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي، ته نن د جمعې په ورځ له غرمې وړاندې لس نیمې بجې په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا هرکلی وویل شو او بیا وروسته د دواړو هیوادونو مشرانو او چارواکو ترمنځ په یو لړ مسلو خبرې وشوې.

د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دواړو هیوادونو د لوړپوړو دولتي پلاو ترمنځ دسیمه ییزې همکارۍ، سوداګرۍ او ترانزیټ، د سولې او تروریستي ډلو پر وړاندې د هیوادونو د مسولیتونو په اړوند مسلو خبرې شوي دي.

ښاغلي مرتضوي وویل " افغان حکومت تمه لري، چې د دولتونو په کچه جوړونکي او مثبتې خبرې کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ پخوانیو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي".

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني په بلنه نن د جمعې په ورځ په یو ورځیني رسمي سفر ته کړی دی.

په پام کې ده ، چې صدراعظم عباسي به د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه عبدالله عبدالله سره د خبرو سربیره د نورو افغان چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند سرپرست شاه حسین مرتضوي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په ارګ کې د پاکستان د صدراعظم ته د هرکلي د مراسمو پرته چې په ژوندۍ بڼه د ملي تلویزیون له لارې خپاره شول، کابل کې د هغه د سفر پر مهال بله کومه مصبوعاتي غونډه په پام کې نه ده نیول شوې.

د پاکستان صدراعظم سره په دې سفر کې د دغه هیواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران ، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د دغه هیواد د خیبر پښتنخوا د ایالت والي هم ملګرتیا کوي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر تیره مازیګر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې صدراعظم عباسي، کابل ته د افغانستان د جمهور رئیس په بلنه طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز څخه د ملاتړ او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړي کیدو لپاره سفر کوي.

دا اعلامیه وایي، چې صدراعظم عباسي، به د جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسلو پر سر د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د همکاریو د زیاتیدو په لارو چارو او هم د نشه یې توکو د سوداګرۍ، سولې د بهیر، په پاکستان کې د میشتو افغان ګډوالو او د سیمې په سیاسي او امنیتي مسلو هم هراړخیزه خبرې وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې صدراعظم عباسي به افغان مشرانو سره د دواړو هیوادونو د خلکو د تماسونو او اړیکو په ځانګړي ډول د تګ راتګ، په پاکستان کې د افغانانو د تعلیم او روغتیا په برخو کې د اسانتیاو د برابرولو په لارو چارو هم خبرې وکړي.

دا اعلامیه وايي، د کاسا زر او ټاپي پروژو په اړه به هم د دواړو هیوادونو مشران سره خبرې وکړي.

کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر پرمهال د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر څخه د ارګ پورې په غځیدلي سړک باندې د پاکستان او افغانستان ملي بیرغونه هم ځړول شوي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د دغه سفر په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولتونو په کچه خبرې ترسره شي.

د پاکستان صدراعظم کابل ته نن په داسې حال کې تللی، چې افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان په خاروه د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا د څلور توغندیو د ویشتلو خبر ورکړی، خو ویلي دي، چې د چهارشنبې د ماښام په دې بمبارۍ کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ دا اقدام په سختو ټکو غندلی او د دواړو هیوادونو پر اړیکو یې د دغسې اقداماتو د ناوړه اغیزو په هکله خبرداری ورکړی دی.

پاکستان لا تراوسه د دغو بمباریو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وز ارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ښاغلی عباسي د پاکستان د صدراعظم په توګه کابل ته د جمعې د ورځې له سفر وړاندې د فبرورۍ د میاشتې په درویشتمه هم هرات کې د ترکمنستان،افغانستان، پاکستان او هندوستان د هیوادونو د "ټاپي"د نل لیکې د ګډې پروزې د کار د پرانیستلو په غونډه کې د ګډون لپاره افغانستان ته سفر کړی وو.

خودا لومړی ځل دی، چې ښاغلی عباسي د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په رسمي بلنه له کابل څخه لیدنه کوي.

XS
SM
MD
LG