د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی پر تورخم د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي


د نږدې یوې اونۍ شخړو وروسته نن د تورخم دروازه د مسافرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه
د نږدې یوې اونۍ شخړو وروسته نن د تورخم دروازه د مسافرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی د تورخم او افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد د چارو د تنظیم په سر د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي "د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو د سلاکار له خوا د افغانستان ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر ته د اسلام اباد څخه د لیدنې د بلنې په ځواب کې یو افغان پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته راځي ".

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ د تیرې اونۍ نښتو او د دواړو هیوادو د چارواکو له خوا د لفظي شخړو وروسته د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته ټیلیفون وکړ او هغه او صلاح الدین رباني اسلام اباد نه د لیدنې بلنه ورکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکو امریکا غږ ته وویل، چې د بلنې وروسته افغان حکومت اسلام اباد ته د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین د لیږلو پریکړه وکړه.

د تورخم جګړو دننه په افغانستان کې ډیر غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پلوۍ لاریونونه هم شوي دي.

خو د افغان حکومت په ګډون افغان پارلمان پاکستان سره د دغې لانجې ډیپلوماتیک حل باندې ټینګار کوي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې دا تازه ترینګلتیا په داسې حال کې راغلې چې نن په کابل کې د هند سفیر منیریت وهرا د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه کتنه کې افغانستان سره د خپل هیواد د ۱۲۰ زرو ټنو غنمو د وړیا مرستې د برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي صلاح الدین رباني او منیریت وهرا بله میاشت د افغانستان او هند ستراتیژیک مشارکت د شورا د جوړولو په امکاناتو هم خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG