د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان سره په پوله د ٩٠٠ کیلومټره کټارو لگولو کار بشپړ شو


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وایي د افغانستان سره په پولې یې د ٩٠٠ کیلومیټرۍ پورې د کټارو لگولو کار بشپږ شویدی

پاکستان وایي د افغانستان سره یې په پولې د ٩٠٠ کیلومیټره کټارو لگولو کار مکمل کړیدي او په پاکستان کې د ترهگرو ضد عملیاتو دوران کې چې څومره کسانو نورو سیمو ته کډه کړي وه، د هغوي نه ٩٥٪ خپلو کورونو ته بیرته تللي دي.

دغه خبرې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په میرانشاه کې د ملکي او غیر ملکي خبریالانو یوې غونډې ته کړیدي.

د ای پي خبري اژانس وایي چې د جنرال غفور د سفر په مهال د سیمې اوسیدونکو د تعلیم او صحي اسانتیاو غوښتنه وکړه.

د پاکستان پوځ په ٢٠١۴ کال کې په وزیرستان کې لوی پوځي عملیات پیل کړي و چې په نتیجه کې یې د سیمې زیاتره اوسیدونکي نورو سیمو ته په کډه مجبوره شول. د وزیرستان نه ټول ټول لس سوه زره کسان بیکوره شوې و چې په زرگونو تنه یې ترینه گاونډي افغانستان ته هم په کډه تللي دي.

د پاکستان د پوځ دغه لوړپوړي چارواکي د سفر په مهال خبریالان د افغانستان سره په گډې پولې د لگول شوو کټارو نندارې ته هم بوتلل.

د یادونه وړ چې د پاکستان د پوځ ویاند پداسې وخت کې د افغانستان سره په پولې د ٩٠٠ کیلومیټره پورې د کټارو لگولو د کار د پوره کیدو خبره کوي چې صدراعظم عمران خان په یو ټویټ کې لیکلي چې د چارواکو سره یې د تورخم د لارې د خلاصیدو په اړه خبرې کړیدي او وایي چې پکار ده دغه لار ټوله ورځ د تگ راتگ لپاره ازاده وي.

د پاکستان پوځ وایي چې د کټارو لگول یې د ملک د امنیت لپاره ضروري دي. افغانستان بیا د پاکستان د دغې اقدام سره موافق ندی.

XS
SM
MD
LG