د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ باندې د پاکستان بریدونو خلک بې کوره کړي


د پاکستان له خوا د توغندیو له امله تر دوه نیم سوه ډېرې کورنۍ خوندي سیمو ته تېښتدلي دي.
د پاکستان له خوا د توغندیو له امله تر دوه نیم سوه ډېرې کورنۍ خوندي سیمو ته تېښتدلي دي.

د ډیورنډ کرښې له پاکستانۍ غاړې نه پر کونړ تازه بریدونه څلور ورځې مخکې شروع شوي چې د چارواکو په وینا تر اوسه په دانګام، مرورې، سرکاڼو، شلطن او خاص کونړ ولسوالیو تر زرو ډېرې مرمۍ رالوېدلي دي.

حکومتي مقامات وايي بریدونو یو کس زخمي کړی، خو مالي نقصانات یې ډېر دي.

دا کورنۍ د شلطن له چوګام سیمې نه له یو خپلوان کره راوتلې، خو وربېله کړې کوټه یې راڅاڅي او او کوچنیان یې له یخنۍ سنګېږي، ځکه د ژمي لومړني باران یخاو زیات کړی دی.

کډوالې کورنۍ وايي له پرون مازیګره تر شپې ناوخته په کلیو د توپونو ویشتل زیات شوي وو، خو د باران له راښکې کېدو سره درېدلي او ګڼې کورنۍ په سمڅو او کورنو کې ایسارې پاتې دي.

حکومتي مقامات مني چې پاکستاني نظامیانو د کونړ پر سرحدي سیمو د لویو توپونو ویشتل دوام لري چې تر یونیم سلو ډېرې کورنیو خوندي سیمو ته سرونه راویستلي دي.

دغو بریدونو وروسته له هغې زور واخیست چې پاکستاني چارواکو د باجوړ ایجنسۍ ګبري ساحه کې د هغه هېواد د دوو نظامیانو وژل کېدل ومنل او ادعا یې وکړه چې د کرښې له افغان غاړې نه ور اوښتو وسله والو ویشتلي دي.

خو افغان چارواکي ددغه ډول پېښو رامنځ ته کول د پاکستان د حکومت یوه لوبه ګڼي.

که څه هم اوس د کونړ پلو سیمو باندې د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې بریدونه قلار دي خو ځايي خلک که باران ودرېږي نو بیا ځل یې د پیل کېدو وېره ورسره ملګرې ده او په دې اړخ کې یې پر افغان حکومت غږ کړی چې پر ولسي خلکو د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG