د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري (يو ان اچ سي ار) ويلي دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو غوڅ اکثريت "قانون مراعتوونکي" دي، چې وضعیت ته یې باید له "بشر دوستانه" نظره وکتل شي.
په پاکستان کې د يو ان اچ سي ار مطبوعاتي دفتر د نومبر پر ۲۸ (ليندۍ اته) رسنيو ته په استول شوي بيان کې پر دغه هېواد غږ کړی چې "د پناه غوښتونکو خوندیتوب" ته دوام ورکړي.
يو ان اچ سي ار د پنجشنبې په ورځ په خپل بيان کې ويلي دي چې په اسلام اباد کې په راتلونکي کال کې پر افغانانو د بندیزونو د احتمالي تطبیق په اړه د رسنیو راپورونه څاري او د نورو جزیاتو ترلاسه کولو لپاره له حکومتي چارواکو سره په تماس کې دي.
يو ان اچ سي ار زياته کړې: "موږ په هغو ننګونو، په ځانګړې توګه له امنيت سره پر تړلو هغو، پوهیږو چې حکومت ورسره مخ دی. کډوال د نورو وګړو په څیر د پاکستان د قوانینو پابند دي."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ اوه) اعلان وکړ چې د روان کال له وروستۍ میاشتې وروسته هېڅ افغان وګړی نه شي کولای له اجازتنامې پرته په پلازمېنه اسلام اباد کې واوسي.
نوموړي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو د مظاهرو د خواره واره کولو وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ډسمبر له ۳۱مې نېټې وروسته هېڅ افغان له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدای." هغه زياته کړه چې اجازتنامه به د اسلام اباد له انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) څخه اخیستل کېږي.
د نقوي تر اعلان څو شېبې وړاندې د اسلام اباد د پولیسو مشر سید ناصرعلي رضوي په خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې د نومبر له ۲۴ څخه يې د نومبر تر ۲۶ پورې شاوخوا ۱۰۰۰ احتجاج کوونکي ونيول چې ۵۶ یې افغانان دي، خو نوموړي په دې اړه نور تفصيل ورنه کړ.
د تحريک انصاف زرګونو پلويانو د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې وکړې. دوی د یکشنبې په ورځ احتجاج پيل کړ او د سه شنبې په ورځ د بنديزونو او لارو بندېدو سربېره وتوانېدل اسلام اباد ته داخل شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري ويلي دي چې دغه اداره له ۱۹۸۰ کال څخه د افغانانو او نورو کډوالو د ساتنې او مرستې په برخه کې د پاکستان د حکومت ملاتړ کوي.
په پاکستان کې د يو ان اچ سي ار دفتر وايي په هغه هېواد کې دا وخت شاوخوا ۱۳ لکه افغانان د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه لري چې موده يې د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۳۰ پای ته رسېږي. پر دې سربېره هلته څه باندې ۸۰۰زره افغانان د افغان تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجسټر دي. پر دې سربېره په پاکستان کې لکونه نور افغان اوسېږي چې غير راجسټر دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې له دغه هېواده د بې اسناده افغانانو د جبري ايستلو لړۍ پيل کړې ده. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري او د پاکستان حکومت وايي چې اسلام اباد تر دا مهاله شاوخوا اته لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
فورم \ دبحث خونه