د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې بدلون غواړي


د امریکا یوه جګپوړي پوځي مقام ویلي دي چې متحده ایالتونه به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې خپلو "اهدافو ته ونه رسیږي" چې پاکستان پخپلې تګلارې کې بدلون را نه ولي.

د بحري قواوو جنرال، د امریکا د اردو عمومي لوي درستیز جوزف ډنفورد د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې ته ویلي دي چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو امن ‎پناه ځایونه د منلو وړ نه دي.

جنرال ډنفورډ وویل: "موږ باید پر پاکستان د امریکا د دولت او د ائتلاف د شریکانو ټول توان وکاروو چې مطمین شو دوي [پاکستان] امن پناه ځایونه نه برابروي."

د جنرال ډنفورد په وینا پاکستان په تاریخي لحاظ د حقاني شبکې او طالبانو په څیر ډلو لپاره پناه ځایونه برابر کړي دي.

امریکايي چارواکي د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان له ناغېړیو څخه ستړي شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پدې غور کوي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي څو دغه هېواد د ترهګرو پر ضد جدي مبارزه وکړي.

پاکستان استدلال کوي چې د ترهګرو په ځپلو کې یې له امریکا سره همکاري کړې ده او ادعا کوي چې د ترهګرو په بریدونو کې پاکستانیان قرباني شوي دي.

XS
SM
MD
LG