د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانانو ته د تګ راتګ شرايط نور هم سخت کړل


یو شمېر افغانان د تورخم په دروازې اوړي
یو شمېر افغانان د تورخم په دروازې اوړي

د پاکستان حکومت د افغانانو لپاره هغه هېواد ته د تګ شرایط نور هم سخت کړي او د یوې نوې پرېکړې په اساس، هېڅ افغان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته داخلېدای نشي، هاغسې چې د نورو هېوادونو اتباع پاکستان ته ځي.

یو پاکستاني چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي، چې دا نوې تګلاره به له بلې میاشتې د ۲۰۲۳ د نومبر له لومړۍ نېټې څخه عملي کېږي.

د «یو سند رژیم» په نوم د دغې تګلارې هدف دا ښودل کېږي، چې پاکستان ته د ترهګرو او قاچاق کوونکو په ګډون د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.

امریکا غږ دا معلومات ترلاسه کړي دي چې د پاکستان حکومت دا لارښوونه د پاکستان ټولو سرحدي مقاماتو ته استولې ده. په دغو اسنادو کې ویل شوي دي چې افغانان یوازې په پاسپورټ او ویزې باندې پاکستان ته سفر کولای شي او«له افغانستان څخه پاکستان ته د سفر لپاره بل هېڅ اسناد نه منل کېږي».

حکومت له اړوندو چارواکو څخه غوښتي دي چې د نوې تګلارې په اړه اعلانونه وکړي او په سرحدي سیمو کې خلک خبر کړي. د پاکستان حکومت به دا تګلاره په رسمي ډول اعلانوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان سره د سرحد ټول اړوند مسائیل به په یو خبري کنفرانس کې په جزیاتو بیان کړي.

دغه پاکستاني مقام امریکا غږ ته وویل چې اسلام اباد هیله لري افغان طالبان د دغې پرېکړې په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړي.

دغه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته وویل چې «طالبانو په هېواد کې عادي حالت او ښه حکومتولي راوستې، هغوی به د نړیوالو نورمونو مطابق د ویزې د رژیم په ګډون دوه اړخیز تړونونه» عملي کوي.

طالبانو لا د پاکستان د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

له افغانستان څخه خلک د تورخم او چمن په لارو پاکستان ته اوړوي. ځينې نورې لارې شته، چې یوازې د دوه اړخیز ترانزیت د تګ راتګ لپاره کارول کېږي. د پاکستان په دې تګلارې سره به تر ډېره د ډیورېنډ د کرښې په اوږدو کې مېشت پښتانه زیانمن کړي، چې هره ورځ د خپلو ورځنیو چارو او عزیزانو سره د لیدو کاتو لپاره اخوا او دیخوا تګ راتګ کوي.

د چمن له لارې اکثریت خلک په «تذکرې» باندې پاکستان ته ځي. پاکستان داسې مهال دا تګلاره اعلانوي، چې په هغه هېواد کې یې د افغانانو نیول هم زیات شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزر جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ وویل چې ټول هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. په دې کار سره به شاوخوا یو میلیون افغان زیانمن شي، چې په کې هغه خلک هم شته چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې پاکستان ته پناه وړې ده.

جلیل عباس په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: «د کابینې له لوري نوې تائید شوې پالیسې یوازې د افغانانو لپاره نه ده، بلکې دا د مختلفو هېوادونو وګړي، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، نغاړي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دا پلان به هغه افغانان زیانمن کړي چې په نړیواله کچه مصونیت ته ضرورت لري. د دغه سازمان ویاند قیصر خان افریدي امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه د پاکستان له اړخه «وضاحت غواړي».

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو څخه مخکې، پاکستان ویل چې ۲.۷ میلیون افغانان په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې ۱.۷ میلیون یې ثبت شوي دي او ۸۸۰۰زره نور یې، د کار او غریبۍ لپاره ورغلي افغانان دي. د پاکستاني مقاماتو په خبره، له دې پرته نور ټول یې ناقانونه کډوال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG