د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ټاکنو امنیت دپاره ملیشه ځواکونه ګوماري


اسلام اباد کې د انتخاباتو کمیسیون مخې ته پولیس او ملیشه ځواکونه (عکس: ارشیف)
اسلام اباد کې د انتخاباتو کمیسیون مخې ته پولیس او ملیشه ځواکونه (عکس: ارشیف)

په پاکستان کې چارواکي وايي، د ټاکنو د امنیت لپاره زرګونه ملیشه ځواکونه د خیبر پښتونخوا ایالت او د اسلام اباد او کراچۍ ښارونو ته استوي.

د سرحدي ساتونکو ملېشه ځواکونو قومندان معظم جاه انصاري وویل، د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به د دغو ځواکونو ۵۰۰۰ سرتیري خیبر پښتونخوا ایالت ته ولېږل شي.

د دې ترڅنګ به ۱۷۰۰ پوله ساتونکي اسلام اباد ته او ۴۰۰ نور کراچۍ ته واستول شي چې د وسله والو بریدونو په مخنیوي کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې د پاکستان پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي. په ځنډ کېدونکې دا ټاکنې له وړاندې د درغلیو او جعلکارۍ له تورونو سره مخ شوي او په ورته وخت کې د اپوزیسیون مخکښ مشر عمران خان په بند محکوم شوی او په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

په پاکستان کې د ټاکنو په تېرو مبارزو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی او زیات شمېر کاندیدان او رایې ورکوونکي په وسله والو او بمي بریدونو کې په نښه شوي دی. تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا ایالت یو خپلواک نوماند د خپلو دوو همکارانو سره د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي په دې شرط چې نوم یې په راپور کې خپور نشي، وویل چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او د رایې ورکولو په مرکزونو کې به نور پولیس هم وګومارل شي.

د سند ایالت اعلی وزیر مقبول باقر یو ورځ وړاندې خبرداری ورکړ چې پر کاندیدانو د ګڼو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د باقر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر نوماندان په رڼا ورځ تښتول شوي دي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز وايي، تېر کال په پاکستان کې د تاوتریخوالي کچه د تېرو شپږو کلونو په پرتله لوړه وه، چې په کې د ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او وسله والو په ګډون ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا مهال په دغه هیواد کې تر ټولو لوی امنیتي ګواښ د "تحریک طالبان پاکستان" وسله واله ډله ده، چې اسلام اباد وايي په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي او پلي کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG