د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ایران کې د خپلو نهو اتباعو وژل کیدل تائیدل کړل


پاکستان شنبه جنوري ۲۷ (سلواغې اوومه) تائید کړه چې وسله والو په ایرن کې نهه پاکستاني اتباع وژلي دي او په سمدستي توګه یې د دې پیښې په هکله د پلټنو غوښتنه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خبري کنفرانس کې دا یوه "تروریستي پیښه" وبلله او د ایراني چارواکو څخه یې وغوښتل چې عاملینو ته یې سزا ورکړي.

میرمن بلوچ زیاته کړه، "دا یوه وحشتناکه او د کرکې وړ پیښه ده. مونږ یې په ښکاره توګه غندو".

د ایران رسمي خبري اژانس مهر د عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو نن د شنبې په سهار د سراوان ښار په سرکین سیمه کې په یو کور کې نهه تنه "غیر ایراني" اتباع وژلي دي.

په راپور کې دا نه و ویل شوي کسان د پاکستان اتباع دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې زیاته کړه، " مونږ د ایراني چارواکو سره په اړیکه کې یو او د پیښې په هکله مو په سمدستي توګه د پلټنو غوښتنه کړې او هغو کسانو سره د حساب کولو غوښتنه کړې چې پدې ناوړه جنایت کې لاس لري".

تر اوسه هیڅ کومې ډلې یا فرد په ایران کې ددې پاکستاني اتباعو د وژلو ادعا نده کړې. په مطبوعاتو کې ویل شوي چې دې پاکستاني اتباعو د ایران پولې سره نږدې د موټرو جوړولو په یو دکان کې کار کاوه.


میرمن بلوچ همدارنګه وویل چې جګپوړي پاکستاني چارواکي هغه روغتون ته روان دي چې ګڼ شمیر ټپي شوي کسان پکې د درملنې لپاره وړل شویدي او دا ژمنه یې هم وکړله چې پدې پیښې کې د وژل شویو مړي به په سمدستي توګه هیواد ته راوړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې دا ډول "بزدلانه بریدونه" به د ترهګرۍ سره په جګړې کې د دې هیواد اراده کمزورې نه کاندي.

په ایران کې دا پاکستاني اتباع داسې مهال وژل کیږي چې د پاکستان پوځ څه باندې یوه اوونۍ وړاندې په ایران کې دننه څو ځایونه چې ګمان کیده د وسله والو د پټیدو مرکزونه دي وروسته تر هغه وویشتل چې تر هغې وړاندې ایران په پاکستان کې دننه دیته ورته بریدونه کړي و.

ایراني چارواکو ویلي د پاکستان په بریدونو کې چې د سراوان په سیمې کې شوي و نهه تنه وژل شوي و چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان و.

خو اسلام آباد بیا ادعا لري چې پوځ د بلوچ بیلتون غوښتونکو مرکزونه ویشتې چې د ایران په سرحدي سیمو کې پټ دي او له هماغه ځایه پدې هیواد کې د بریدونو بندوبست کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG