د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په افغانستان کې د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی وکړ


د پاکستان حکومت د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د «ډسمبر پر ۲۳مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د ډموکراټیک بهیر ملاتړ کوي.

دغه هېواد همدارنګه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر بشپړېدل د افغانستان او جنوبي اسیا د سیاسي ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي:"موږ یادونه کوو چې وروستۍ پایلې به د ټاکنیزې پروسې له بشپړیدو وروسته د افغانستان د انتخاباتي قوانینو سره سمې اعلان شي."

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴سلنې په پوره کولو سره تر نورو ټولو کاندیدانو مخکې دی.

له محمد اشرف غني پرته نورو ټولو کاندیدانو ویلي، چې د لومړنیو پایلو اعلان ورته د منلو نه دی.

یاد کاندیدان چې عبدالله عبدالله په سر کې دی په تېرو ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي.

د نوموړي ټاکنیز ټکټ نن دوشنبه په ټاکنو کې د درغلیو په اړه خپل څلور زره شکایتونه د شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړه.

د شکایتونو کمېسیون نن د شکایتونو ثبتولو بهیر پيل کړ.

XS
SM
MD
LG