د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو هرکلی وکړ


د پاکستان جمهور رئیس وایي په افغانستان کې د سولې تر ټولو ګټه پاکستان ته رسیږي.
د پاکستان جمهور رئیس وایي په افغانستان کې د سولې تر ټولو ګټه پاکستان ته رسیږي.

د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل مهم او د سم لوري خوا یو ګام یاد کړی دی.

ښاغلي علوي امریکا غږ سره په مرکه کې همدارنګه ویلي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان ګډون د امریکا نه بلکه پخپله د پاکستان غوښتنه وه ځکه هغه وایي چې په افغانستان کې د سولې خیر تر ټولو ډیر پاکستان ته رسیږي.

د پاکستان جمهور رئیس وویل چې په افغانستان کې د جګړو له وجې شاوخوا ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي او په میلیاردو ډالر اقتصادي زیان دې هیواد ته رسیدلی.

عارف علوي ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو ناکامه کیدل نه غواړي او دا چې په افغانستان کې ټولې خواوې او ولس نور د جګړو نه ستومانه شوی.

د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د نفوذ او رسوخ نه د کار اخیستو په برخه کې د پاکستان جمهور رئیس وویل: "پاکستان د هغه وخت راهیسې د خپل نفوذ نه کار اخیستل پیل کړي کله چې امریکایي عسکرو په افغانستان یرغل وکړ. پاکستان تل امریکا ته ویلي چې جګړه د حل لار نده، خو هلته چې څه وشول برعکس و."

ښاغلي علوي وویل چې پاکستان تل په افغانستان کې د سولې په برخې کې ښه نقش ادا کړی او تل به مثبت نقش ادا کوي.

د پاکستان جمهور رئیس د افغانستان د سولې په خبرو کې د سیمې او ګاونډي هیوادونو په ځانګړي ډول د ایران، روسیې او چین نقش مهم یاد کړ.

خو بل پلو بیا د افغانستان حکومت وایي چې پاکستان پخپلې خاورې کې د طالبانو مشرانو ته ځای ورکړی مګر پاکستان دا تورونه نه مني.

د افغانستان مخکني جمهور رئیس حامد کرزي هم ویلي وو چې په افغانستان کې د سولې کلي د پاکستان او امریکا په لاس کې ده.

د پاکستان جمهور رئیس پداسې وخت کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په نقش ټینګار کوي چې په ترکیه کې د افغانستان د سولې په هکله غونډه چې ټاکل شوې وه د همدې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې شوې وه، وځنډیده.

XS
SM
MD
LG