د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ د پاکستاني ملېشو د راکټي بریدونو د دوام په اړه اندېښنې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت په ځینو سیمو د پاکستاني ملېشو د راکټي بریدونو خبر ورکړی او ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن چهارشنبه فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه راکټونه د سرکاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو لګېدلي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې څو کورونه ویجاړ شوي او د سیمې یو تن ټپي شوی دی.

عیني شاهدانو همدارنګه ویلي چې د پاکستاني ملېشو دغه راکټي بریدونه تیره ورځ ناوخته پیل شوي او تر ناوخته یې دوام درلود. هغه ټینګار وکړ چې له ۶۰ څخه تر ۸۰ راکټونه د پاکستاني ملېشو لخوا توغول شوي دي.

د محمد ادریس په نوم ددغه ولایت یوه بل اوسېدونکي وویل چې د پاکستاني ملېشو راکټي بریدونه د تیرې شپې راپدېخوا بند شوي او په خبره یې خلک بیرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي.

هغه وویل چې په دغو راکټي بریدونو کې څو کورونه ویجاړ شوي دي او په خبره یې ځايي اوسېدونکو ته د سر زیان هم رسېدلی دی.

په همدې مهال طالبانو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو د پاکستانۍ ملېشې بریدونه تائید کړي دي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب الله حنیف سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د یادو راکټي بریدونو له امله خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

ښاغلي حنیف همدارنګه ویلي چې د دغه ولایت په مرورې ولسوالۍ کې هم څو راکټونه لګېدلی چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

پاکستاني چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. په وروستو میاشتو کې دا څوم ځل دی چې دکونړ اوسېدونکي په دغه ولایت د پاکستاني ملېشو د راکټي بریدونو خبر ورکوي.

تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت ویلي وو چې په افغان خاوري د پاکستان په ګډون د ټولو ګاونډیو هیوادونو د بریدونو په اړه به بې تفاوته پاتې نشي.

ددغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د تیرې ډسمبر میاشتې پر ۲۵ (مرغومې څلورمه) خبریالانو ته ویلي وو چې طالبان به د ګاونډیو هیوادونو د راکټي بریدونو په مقابل کې «بالمثل ځواب» ورکړي.

XS
SM
MD
LG