د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د کندز برید په پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي؟


افغان چارواکي وايي په برید کې یې د طالبانو یو شمېر مشران وژلي، خو مني چې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده
افغان چارواکي وايي په برید کې یې د طالبانو یو شمېر مشران وژلي، خو مني چې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

افغان ځواکونو د کندز ولایت د دشت ارچې په ولسوالۍ کې "د طالبانو پر یوې غونډې" هوايي برید وکړ او وايي چې یو شمېر طالب مشران یې وژلي دي.

په دغه برید کې د ملکيانو د پراخې مرګ ژوبلې ادعاوې هم وشوې او افغان حکومت وايي چې په دې اړه تحقیقات کوي. دغو ادعاو په افغانستان کې په مطبوعاتو او ټولنیزو رسینو کې غبرګونونه هم پارولي، خو په پاکستان کې بیا دا غبرګونونه بل ډول وو.

په پاکستان کې په ځینو مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې راپورونه خپاره شویدي چې ګنې په دغه برید کې د مدرسې د " ۱۰۰" نه زیات ماشومان وژل شویدي، دا هغه ادعا ده چې تراوسه خپلواکو ادارو نه ده تاید کړې.

پاکستان کې دا غبرګونونه یوازې په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې نه وو، بلکې ځینو سیاسي ډلو هم د افغان ځواکونو او دغه برید غندلو ته را ودانګل. د پاکستان دجماعت اسلامي او د جمعیت علما اسلام ډلو، چې د افغان طالبانو خواخوږې بلل کیږي، د جمعې په ورځ (اپریل۶) د برید د غندلو لپاره د پراخو احتجاجونو غږ کړی دی.

د "کندز قتل عام" ؟

پاکستان کې په ټولینزو رسنیو کې د افغان ځواکونو په ضد ډېر ټویټونه وشول او د "کندز قتل عام" یا KunduzMassacre# په پاکستان کې په ټویټر کې ټاپ ټرینډ و، یعني پاکستان کې په دې اړه تر نورو ډېر ټویټونه شوي دي.

د کندوز دغه حمله ځینو کسانو د پېښور پر پوځي ښوونځې د ۲۰۱۴ کال حملې ته ورته بللې ده. د پاکستان فلمي ستوري او د عمران خان د گوند ملاتړی حمزه علي عباسي په خپل ټویټر د نورو پېښو تصویرونه د کندز د پېښې په نوم خپاره کړي:

"په افغانستان کې هم د پیښور د پوځي ښوونځي ډول پیښه وشوه، یواځې توپیر دا دی چې ١٠٠ تنه ماشومان چې قران یې حفظ کاوه، پکې وژل شوي. دا ترهګرو نه بلکه د امریکا په ملاتړ افغان ځواکونو وژلي. دا د ترهګرۍ ضد جنگ نه، ترهګري ده."

په ټولنیزو رسنیو کې دا ډول ټویټونه او غبرګونو دومره زیات شول، چې آن د ځینو نورو پخوانیو پېښو تصویرونه فوټو شاپ او د کندز د پېښې په نوم خپاره کړل شول چې د افغان حکومت او افغان ځواکونو ضد احساسات راوپارول شي.

ځینو په ښکاره له دغې پېښې نه د خپلو سیاسي او مذهبي اهدافو لپاره کار واخیست. د پاکستان د دفاع په نوم د ټویټر دغه چلونکی چې زیاتره د پاکستان د پوځ په پلوۍ ټویټونه کوي، تور لګولی دي چې افغان ځواکونو تر "۱۰۰ زیات پښتانه" ماشومان وژلي.

"د امریکا په ملاتړ، د امریکا لخوا روزل شویو افغان ځواکونو د ۱۰۰ نه زیات پښتانه ماشومان وژلي دي. ټول ټال ١٥٠ ماشومان وژل شویدي. خلکو د خپلو زامنو د بدن غړي په کڅوړو کې راغونډ کړل."

د پاکستان سیاستوالو هم دا غږ بدرګه کړ، د پاکستان د پارلمان غړي مراد سعید هم د افغان عسکرو په ضد ټویټ وکړ:

له یوې خوا د هغو کسانو ټویټونه په لسگونو زره کسانو شریک کړیدي چې وایي په کندوز کې د ۱۰۰ نه زیات ماشومان وژل شویدي، له بلې خوا ځینې داسې کسان هم شته چې وایي په پاکستان کې په دی اړه درواغ ویل کیږي او مبالغه کیږي.

خبریال بلال فاروقي لیکي چې د کندز د پېښې په اړه په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې غلط تصویرونه خپاره شوي دي:

د دي نه انکار نشي کیدی چې په کندوز کې ماشومان هم وژل شویدي خو د دې لپاره د غلطو عکسونو نه استفاده کیږي، چې یوه ستونزه ده. هر څوک چې دا عکسونه خپروي، د ماشومانو پروا نه کوي. ( هغوي ته ) تبلیغات زیات مهم دی.

پراخ غبرګونه؛ خو ولې؟

پوښتنه دا ده چې ولې په پاکستان کې یوازې د کندز د پېښې په اړه دومره پراخ غبرګونه پارېدلي دي، تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې لسګونه عام خلک ووژل شول، خو پاکستان کې یې هومره غبرګون ونه پاروه.

شاید دلایل یې زیات وي، خو په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا کار له طالبانو سره د پاکستان د خواخوږۍ او په لوی لاس د افغان حکومت پر ضد د خلکو د احساساتو پارول او د هغوی د ذهنونو بدلول بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکی خوشحال خلیل لیکي که پاکستانیان د مدرسې د طالبانو له درده دومره رنځیږي، کله چې په اسلام آباد کې پر مدرسې ټانګونه وخيژول شول، دوی چېرته وو؟

د ټولنیزو رسنیو بلې فعالې رڼا مومند په خپل ټویټر کې دا پوښتلي چې ولې د کندزې پېښې پاکستانیان دومره دردولي دي؟

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG