د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د چرسو د کر د مخنیوۍ لپاره د زعفران تخم ویشل کیږي


په پکتیا کې د کرهنې ریاست وايي چې د جرسو د کر د مخنوۍ لپاره هڅه کوي چې زعفران دود کړي.
په پکتیا کې د کرهنې ریاست وايي چې د جرسو د کر د مخنوۍ لپاره هڅه کوي چې زعفران دود کړي.

د پکتيا د کرهنې د رياست مسوولين وايي چې په ګردیز او یو شمیر نورو ولسوالیو کې یې په کروندګرو د زعفرانو د تخم ویشل پیل کړي دي.

د کرهنې ریاست ویلي دي چې زعفران به د چرسو کر ته یو بدیل وي. دغه ریاست وايي پر کروندګرو د زعفرانو پنځه زره کيلو ګرامه تخم وېشلو لړۍ پيل کړې.

پکتيا کې د کوکنار کښت نشته، خو د ځينو سيمو اوسېدونکي خپله اړتيا د چرسو له کرکيلې پوره کوي.

د احمدابا ولسوالۍ په دې دښته کې هرکال د چرسو کښت کیږي، که څه هم دلته تر ډېره بريده د دولت حاکميت شته، خو د دې سيمې کروندګرو د چرسو کرکيلې ته دوام ورکړی دی.

احمدابا او اريوب ځاځي د پکتيا هغه دوه ولسوالۍ دي، چې خلک په کې چرس په ازاد ډول کري، د احمد ابا ولسوالۍ د دې اوسیدونکي په وينا کروندګر خپلې بې وسۍ او مجبورۍ دې کار ته اړ ايستلي دي.

حاجي بهرام، د احمدابا د ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

«لامل يې دا دی، چې د افغانستان دولت او خيريه موسسې د زراعت ودې او پراختيا ته پاملرنه نه کوي. دا خلک له بدبختۍ سره مخ دي. که دې خلکو ته زراعت ورکړل شي، نو انشاالله له دې شيانو به خلاص شي.»

د پکتيا د زراعت رياست مسوولين وايي، چې پدغه ولايت کې د چرسو د معيشيت بديل لپاره په احمدابا، سيدکرم او زرمت ولسواليو او مرکز ګردېز کې پر کروندګرو د زعفرانو پنځه زره کيلو ګرامه تخم وېشي.

د زراعت رئيس وليداحمدل تسل وايي، چې زعفران يې پکتيا کې په ازمايښتي ډول کرلي او ښه نتيجه يې هم ورکړې ده. د ده په وينا د زعفرانو خواري کمه او د مخدراتو په نسبت ډېر عايد لري.

د پکتیا د زراعت رئیس ولید احمد تسل وویل: «سږ کال به موږ کوښښ وکړو، چې پکتيا ولايت د زعفرانو په دويم پروګرام کې هم شامل کړو، هغه په دې معنی چې اوس د پنځه زره کيلو ګرامه زعفرانو امتحاني کرونده لرو، په دويم پړاو کې به بيا هم کوښښ وکړو، چې د مني په موسم کې د زعفرانو دويمه کرونده هم ولرو.»

د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد دوکتور عبدالوهاب همت په وينا زعفران ددغه ولايت له اقليمي شرایطو او چاپېريال سره برابر دي. دی باوري دی، چې زعفران به د کروندګرو لپاره غوره بديل وګرځي.
د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد دوکتور عبدالوهاب همت وویل: «د مخدره موادو پرځای کروندګر کولای شي چې له زعفران څخه ډېره موثره ګټه واخلي. نه يواځې دا چې د افغانستان په مارکېټونو کې د اهميت وړ دي، په بهرنيو هېوادونو کې هم د افغانستان زعفران ښه نوم لري او په لوړه پيمانه ترې استفاده کیږي.»

په افغانستان کې تر ټولو زيات زعفران په هرات ولايت کې کرل کېږي، چې د کوکنارو د کرکيلې غوره بديل ګرځيدلی. تیر کال په افغانستان کې د يو کيلو زعفرانو قيمت نږدې يونيم لک افغانيو ته رسېده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG