د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا د پولیو هڅې بریالی دي؛ خلک باید د افواهاتو تر اغېز لاندې رانشي - روغتیايي مسؤلین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه په پکتیکا ولایت کې سږ کال د ګوزڼ جدي ګواښ نشته، خو روغتیايي مسؤولین وايي د طالبانو د روغتیا وزارت د پلان مطابق خپلې چارې پرمخ وړي.

په دې سیمه کې روغتیاپالان له خلکو غواړي چې پر افواهاتو باندې باور ونه کړي او خپل کوچني ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد واکسین کړي.

د هېواد په ختیځ او سوېلي ولایتونو کې د پولیو له نهو مثبتو پېښو وروسته سوېل ختیځ کې روغتیاپالان له خلکو غواړي چې د ګوزڼ واکسین په وړاندې د افواهاتو تراغېز لاندې رانشي او خپل کوچني ماشومان د کمپاین په بیلابیلو پړاونو کې واکسین کړي.

د پکتیکا لپاره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر عزت الله امریکاغږ ته وویل، چې سږکال د پولیو مشخص ګواښ ندی موجود خو د ویروس د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې دوام لري.

د هغه په خبره ګوزڼ ساري ویروسي ناروغي ده، نو له همدې کبله شپه ورځ پدې هڅه کې دي چې د ویروس له انتقال مخنیوی وکړي ترڅو هیڅ ماشوم پدې ولایت کې پر ګوزڼ اخته نشي.

نوموړي وویل: "پکتیکا ولایت کې د پولیو کوم مشخص ګواښ نشته او موږ چمتو یو چې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مطابق د پولیو سره مبارزه په بریالیتوب مخ په وړاندې روانه ده او جدي ګواښ نه لیدل کیږي. موږ په پوره ژمنتیا سره مخ په وړاندې روان یو او ټول هغه پلانونه چې د پولیو د مخنیوي لپاره چمتو شوي، په بشپړ ډول یې په پکتیکا کې عملي کوو، شپه ورځ مو د همدې لپاره کار کړی."

د نوموړي په خبره، د پولیو ویروس په هکله د خلکو د پوهاوي فعالیتونه په منظمه بڼه روان دي خو له خلکو غوښتنه کوي چې د هغو افواهاتو تراغېز لاندې رانشي چې ماشومان د واکسین له څاڅکو بې برخې کوي.

نوموړی ټولو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد واکسین مهم ګڼي او پر تطبیق یې ټینګار کوي.

ښاغلي عزت الله زیاته کړه: "یوه موضوع چې مهمه ده هغه د خلکو د پوهاوي لپاره کار کول دي؛ دې برخه کې هم کار روان دی، هغه افواهات او شایعات چې خپریږي باید خلک ورباندې باور ونکړي او د پولیو واکسین د مخنیوي په باب هغه سرچینې وپیژني چې له امله یې د ګوزڼ ضد فعالیت ټکنی کیږي."

له بلې خوا د پکتیا یو شمېر اوسیدونکي چې مرکز ښرنې ته په نږدې سیمو کې استوګنه لري وایي، چې د پولیو ویروس پر وړاندې مبارزه د نورو وختونو په نسبت چټکه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG