د لاس رسي وړ اتصالات

د چین اقداماتو په نړیواله کچه د اسهامو قیمتونه لوړ کړل


د چین مرکزي بانک د سود کچه د یوه فیصد یوه ربع راکمه کړه،
د چین مرکزي بانک د سود کچه د یوه فیصد یوه ربع راکمه کړه،

نړیوالو مارکېټونو د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه خپل وروستي تاوانونه تر یوې اندازې بیرته تلافي کړل چې چینایي چارواکو د خپل کمزور اقتصاد د تحرک د پاره اقدامات وکړل او په دې سره یې د اسهامو قیمتونه جگ کړل.

د چین مرکزي بانک د سود کچه د یوه فیصد یوه ربع راکمه کړه، او بانکونو ته یې وویل چې دوی ډیرې پیسې نه شي ذخیره کولای.

دا اقدام مستهلکینو ته موقع ورکوي چې زیات مواد رانیسي. شرکتونه هم کولای شي چې فابریکې جوړې کړي او زیات خلک استخدام کړي.

دې اقدام پانگه اچونکو ته هم دا تضمینات برابر کړل چې اروپایي اسهام چې قیمتونه یې په لندن کې ٣ فیصد، په پاریس کې ۴ فیصد او په جرمني کې٥ فیصد لوړ شوي وو، واخلي.

په امریکا کې هم د اسهامو قیمتونه جگ شوي وو، خو د سې شنبې د ورځي په پای کې د ډوجونز قیمت ١،٣ فیصد بیرته راولوید.

چینايي چارواکو څو ورځې وروسته له دې نه اقدامات وکړل چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسهامو قیمتونه راولویدل.

د اسهامو قیمتونه په دې راکښته شول چې پانګه اچونکو ته د چین د اقتصادي ودې د سوکه کیدو تشویش پيدا شو.

د نړیوال اقتصاد په اړه د پیټرسن د انستیتیوت کارپوه، نیک لاردي وايي چې د چین اقتصادي مشکلات په نورو هیوادونو لپاره په دې تاثیر کوي چې چین د نړۍ تر ټول دوهم لوی اقتصاد لري.

د امریکا غږ سره په مرکې کې ښاغلي لاردي وویل چې پانګه اچونکي په دیر احتیاط سره چین ته متوجه دي او هیله کوي چې د چین د اقتصاد د قوت او جهت په اړه په شاخصونو کې پرمختګ وشي. دوی وايي چې په دغه کار سره به دغه په ډیر شمیر هیوادونو کې د ډیر شمیر تولیداتو په تقاضا باندې تاثیر وکړي.

XS
SM
MD
LG