د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ دوه نږدې ملګري مجرم وګڼل شول


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فدرال محاکمو لخوا د هغه د ټاکنیزو کمپاینونو د مشر پاول منافورت پر وړاندې د جرم د اثبات له وجې خواشیني ښودلې ده.

ولسمشر ټرمپ په وېرجینیا ایالت کې خبریالانو ته وویل چې "دا یو ډیرهخواشینونکې پېښه وه."

پر پاول منافورت ۱۸ تورونه لګیدلي وو چې په اتو کې یې مجرم ګڼل شوی دی.

دارنګه، د ټرمپ پخوانی شخصي وکیل مایکل کوهن هم اعتراف کړی په بانکي حسابونو، مالیاتو او ټاکنیزو کمپاینونو کې یې درغلي کړې ده.

د لوي څارنوال مرستیال روبرټ خوزمي وویل چې پر کوهن لګېدلي الزامات جدي دي او دا د مسلسلو درواغو او عدم صداقت څرګندونه کوي.

ښاغلي خوزمي وویل چې دا ټولې درغلۍ "د ټاکنو د اغېزمنولو لپاره شوي وو."

څارونکي وایې دوه قضیې کولې شي د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلو د خاص څېړونکي رابرټ مولر کار ته تازه مشروعیت ورکړي.

د میامي پوهنتون استاد، ډېوېډ ابراهم وویل چې "د مولر تحقیقاتو د ټرمپ په داخلي کړۍ کې ناوالتیا پېدا کړه او تازه محکومیت د ټرمپ او منافورت د پخوانیو راشه درشو په اساس شوی دی. دا داسي فعالیتونه او کسان څرګنده کړل چې د ټرمپ د کمپاین محور بلل کېدل."

ټرمپ په یوه ټوئیټ کې لیکلي چې د منفورت محکوم کېدل، ددې ثبوت نشي کیدی چې د هغه د کمپاین ټیم له روسیې سره سازش درلود. خو کارپوهان وایې چې د سپټمبر په میاشت کې بله محاکمه به په اوکراین کې د روسیې پلوه حکومت لپاره د منافورت فعالیتونه بربنډ کړي.

کارپوهان پدې باور دي د ټرمپ د ملګرو او همکارانو په اړه تازه الزمات به د هغه د ملاتړو پر نظر سملاسي اغیر ونه کړي خو د فشارونو دوام به د ټرمپ د بیا انتخابېدو کار نور هم ستونزمن کړي.

د ټرمپ دوه نږدې ملګري مجرم وګڼل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

XS
SM
MD
LG