د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کرکټ بورډ په شرجیل خان پنځه کاله بندیز ولګاوه


د پاکستان کرکټ بورډ یوې ځانګړې محکمې د چارشنبې په ورځ د غونډې نه وروسته شرجیل خان د رشوت خورۍ په قضیې کې مجرم وګاڼه.

د محکمې د پریکړې له مخې شرجیل خان د راتلونکو پنځو کالونو لپاره هیڅ ډول کرکټ نشي کولی.

د کریک انفو ویب پاڼې د راپور له مخې په شرجیل خان او دوه نورو پاکستاني لوبغاړو دا تور و چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پر وخت یې د لوبې د یوې برخې نتیجه مخکې د مخکې نه معلومه کړې وه.

شرجیل خان چې اوس یې عمر ۲۸ کاله دی د پاکستان لپاره یې په پنځه ویشتو یو ورځنیو، پنځلسو د شلو شلو اورونو او یوې ټیسټ لوبې کې برخه درلوده.

د پاکستان کرکټ د لوبډلې په دوه نورو لوبغاړو محمد عرفان او محمد نواز هم د درغلۍ تور دی.د شرجیل خان مدافع وکیل ویلي دي چې د محکمې د پریکړ په خلاف به د استیناف غوښتنه وکړي.

شرجیل خان لومړنی پاکستانی لوبغاړی ندی چې د کرکټ د لوبې پر وخت پدغه شان تور تورنیږي. تر دې وړاندې د پاکستان د کرکټ درې نور لوبغاړي ( محمد عامر، محمد آصف او سلمان بټ) هم د انګلستان په خلاف د ټیسټ په یوې لوبې کې تورن شوي و چې وروسته بیا محکمې درې واړه د لوبو کولو نه منع کړل.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG