د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي حرکت څلورم پړاو ولایتي سفرونه پیل کړي


د افغانستان د سولې ولسي حرکت د خپلو سفرونو د لړۍ په دوام تر لنډې دمې وروسته د ولایتي سفرونو لړۍ پیل کړې ده.

دغه حرکت د ولایتي‌ سفرونو څلورم پړاو دوې اوونۍ وړاندې له هلمند ولایت څخه پیل کړ چې اوس په روزګان ولایت کې دي.

د سولې ولسي حرکت غړي او ویاند بسم الله وطندوست د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر ۲۳مه» امریکا غږ ته وویل چې په هلمند ولایت کې د ولسونو د راغونډولو په هدف یوه سیمه ییز کمېټه هم رامنځته کړې ده.

هغه وویل:"پرون سهار موږ روزګان ته تللي یو، تېره ورځ مو له دیني عالمانو، د سیمې اوسېدونکو او مشرانو سره لیدني کړي، او د سولې په اړه ورسره غږېدلي یو، نن هلته «روزګان» په مرکزي جامع جومات کې غونډه لرو، وروسته منار چوک ته را وزو د لاریون په شکل غږ پورته کوو چې د جګړې دواړې خواوې جګړه بس کړي اوربند وکړي."

ښاغلي وطندوست زیاته کړه چې د سولې ولسي حرکت په ولایتي سفرونو کې به هڅه وکړي چې د سیمې د خلکو په مرسته د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې هم د سولې غږ پورته کړي.

د سولې ولسي حرکت د روان کال په وري میاشت کې د هلمند مرکز لښکرګاه کې په یو ځانمرګي برید کې د ملکي‌ وګړو تر وژل کېدو وروسته د سولې غږ اوچت کړ او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې د سولې غږ وکړ.

د سولې ولسي حرکت چې په لومړیو کې د غړو شمېر د ګوتو په شمار و، له هلمند څخه تر کابل او له کابل څخه تر بلخ پورې سفرونو کې سلګونه کسان ورسره یو ځای شول.

د غه حرکت په لومړي پړاو کې له هلمند څخه تر کابله پلي لاړل، په کابل کې د څو سفارتونو مخې ته خېمې وهلو سره د سولې غږ اوچت کړ او تر هغه وروسته له کابل څخه تر بلخ پوري لڅې پښې ولاړل.

دغه حرکت وايي چې څلورم پړاو به یې پلی نه بلکې په موټریزو کاروانونو کې به ولایتونو ته سفرونه کوي.

د سولې ولسي حرکت غړي‌ او ویاند بسم الله وطندوست د دغه حرکت د هدف په اړه وویل: "لومړی باید طالبان او افغان حکومت اوربند اعلان کړي، د سولې د خبرو لپاره یو مرکز رامنځته شي، تر څو دواړه خواوې خپل غوښتنې مطرح کړي، بیا دې داسې یو حکومت رامنځته کړي چې د دواړو لورو غوښتنې پکې په نظر کې نیول شوي وي."

د سولې ولسي حرکت پر داسې مهال د خپل حرکت څلورم ولایتي سفرونو پړاو پیل کړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف په کور دننه او بهر د سولې هڅې زیاتي شوي دي.

XS
SM
MD
LG