د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د خلیلزاد او طالبانو غونډه لغوه شوه


طالبان هم وايي چې پاکستان ته سفر نکوي
طالبان هم وايي چې پاکستان ته سفر نکوي

امریکايي چارواکو په پاکستان کې له طالبانو سره د دوشنبې د ورځې (فبرورۍ ١٨) پلان شوې غونډه لغوه کړې ده.

تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی و چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې پلان شوې غونډه هم لغوه شوې ده. د طالبانو سرچینې وايي چې غونډه امریکایانو لغوه کړېده.

یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته د سفر کوم پلان نه لري.

طالبان وايي دوی د غونډې لپاره پوره چمتوالی نیولی و خو استازو یې د سفر اجازه نلرله. د طالبانو په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې "غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلست له امله دسفر زمینه مساعده نشوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډیده."

تېره اونۍ طالبانو اعلان کړی و چې د فبرورۍ په ۲۵ نیټه په قطر کې له امریکايي پلاوي سره تر غونډې مخکې په اسلام اباد کې له پاکستاني صدراعظم عمران خان او بیا له امریکايي پلاوي سره ګوري.

طالبانو ادعا کړې وه چې عمران خان ورته د خبرو بلنه ورکړې ده. لا د طالبانو او امریکایي پلاوي او طالبانو او د پاکستان د صدراعظم د غونډو د لغوه کېدو علتونه معلوم نه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا انتقاد کړی و چې پاکستان له افغان حکومت سره له کومې سلا مشورې پرته دا غونډې رابللې دي او د طالبانو په پلاوي کې داسې کسان شته چې نومونه یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې شامل دي.

تر دې دمه د پاکستان او افغانستان حکومتونو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG