د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: طالبان حکومت نه دی چې تړون ورسره لاس لیک شي


Laurel Miller
Laurel Miller

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پخوانۍ مرستیاله لوریل میلر وایې چې د سولې د موافقتنامې لاس لیک کول د یوې پروسې پیل دی.

مېرمن مېلر وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه د افغانانو د داخلي مسایلو په هکله نه ده، دا یوازې په افغانستان کې د امریکایانو د حضور په هکله ده، په دې هکله ده چې طالبان به ترهګرو ته امن پټنځایونه نه ورکوي او طالبان به بین الافغاني مذاکراتو پیلوي.

میرمن میلر وايي چې طالبان حکومت نه دی چې تړون ورسره لاس لیک شي، بلکې موافقتنامه ورسره لاس لیک کیږي.

د میرمن میلر په وینا افغانستان او افغانان د سولې مستحق دي، د جګړې قربانیان د سولې مستحق دي.

له میرمن میلر سره د امریکا غږ اشنا ټلویزیون د خبریالې ښایسته سعادت لامع بشپړه مرکه دلته وګورئ

میلر: طالبان حکومت نه دی چې تړون ورسره لاس شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00

میرمن میلر وايي دا به ښه وي چې د احتمالاتو پر ځای پر فرصتونو بحث وشي، ځکه په ټوله نړۍ کې د کامیابیدو تر وخته پورې د سولې پروسې داسې معلومیږي چې ناکامیږي.

XS
SM
MD
LG