د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې۶.۹زره ټنه ناک تولید شوي ـ کرنې وزارت


د ناکو ونې
د ناکو ونې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال په دغه هیواد کې ۶.۹زره ټنه ناک تولید شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې دوی د سروې له مخې په افغانستان کې۲۴۷۳ هکتاره ځمکه باندې د ناکو بوټي کرل شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس تر ټولو زیات ناک په هرات، بدخشان او میدان وردګ ولایتونو کې کرل شوي چې په وینا یې حاصلات یې هم زیات دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس چې نن شنبه اکتوبر۳۱(لړم۱۰) یې خپاره کړي ویلي چې روان کال په هرات کې کې د ناکو په حاصلاتو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې د مسؤلینو په وینا په هرات ولایت کې پر ۷۸ هکتاره ځمکه د ناکو باوټي کرل شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس د ناکو د تولید له اړخه بدخشان د دوهمه درجه ولایتونو څخه دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې په یاد ولایت کې پر ۲۷ هکتاره ځمکه د ناکو بوټي کرل شوي چې ټاکل شوې روان کال ورڅخه ۷۰۰ ټنه ناک راټول شي.

د کرنې د مسؤلینو په وینا په میدان وردګ ولایت کې هم د ناکو په تولید کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په میدان وردګ کې پر ۲۳۶ هکتاره ځمکه د ناکو بوټي کرل شوي او شااوخوا ۲۵۳۷ ټنه ناک ورڅخه تولید شوي دي.

د کرنې وزارت ویلی چې د میدان وردګ باغ لرونکي له کاله ۵۱میلیون افغانۍ د ناکو د کښت له درکه څخه لاسته راوړي.

XS
SM
MD
LG