د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان: امریکا له چین سره د مقابلې په مهم پړاو کې ده


 لويډ آسټین، د امريکا د دفاع وزير
لويډ آسټین، د امريکا د دفاع وزير

د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټین د شنبې په ورځ نومبر ۳ (لیندۍ ۱۲) وويل، امريکا له چين سره د مقابلې په يو مهم پړاو کې ده او د خپل پوځي ځواک پیاوړتیا ته اړتيا لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې امريکايي ارزښتونه وساتي نه دا چې بيجينګ، په ٢١مه پېړۍ کې نړيوال معيارونه وضع کړي.

ښاغلي آسټین په کلیفورنیا کې د ریګن ملي دفاع غونډې ته دا وینا په داسې حال کې کړې ده چې پنټګان دا اونۍ د چین په ودې او د امریکا پر نړیوال دریځ باندې د هغې پر اغېزو تمرکز کړی دی.

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت "د چین پوځي قدرت" تر عنوان لاندې په خپل کلني راپور کې چې تېره اونۍ خپور شو، ویلي چې که د بیجینګ ګړندۍ اتومي پراختیا دوام وکړي نو ددغه هېواد د وسلو په زېرمو کې د اتومي کوپړیو شمېر به تر ۲۰۳۵ کال پورې ۱۵۰۰ ته ورسیږي.

پنټګان په خپل تازه راپور کې ویلي چې چین دا وخت ۴۰۰ اتومي کوپړۍ لري، او په راتلونکو دوو کلونو کې به دغه شمېر دوه چنده زیات شي.

په راپور کې ویل شوي چې چین تېر کال شاوخوا ۱۳۵ بالستیک توغندي وآزمایل چې دا شمېر د اوکراین په څېر د جګړې په ډګرونو کې د توغول شویو توغندیو پرته، "د ټولې نړۍ د مجموعي آزموینو په پرتله زیات دی."

د دیموکراسیو د دفاع بنسټ څېړونکی براډلي بومن د چین د توغندیو د زېرمو اندازه "حیرانوونکې" بولي.

پنټګان په دې برخه کې چین خپل مهم سیال ګڼي. د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر، جنرال مارک میلي وویل: "چین یوازینی هیواد دی چې په جیوپولیټیک ډول ددې توان لري چې متحده ایالاتو ته د پام وړ ننګونه ایجاد کړي."

ددې راپور پر اساس، چین په سیمه کې د امریکا او متحدینو په وړاندې، د پنټګان په خبره، "ناامنه" او "غیرمسلکي" اقدامات پراخ کړي دي؛ په ځانګړي ډول، د تایوان د خودمختاره ټاپو په وړاندې چې شنونکی براډلي بومن ورته اشاره کوي.

بومن وویل: "دوی د تایوان په وړاندې د نظامي ځواک د کارولو امکان نه ردوي او په ښکاره په خپل دریځ کلک ولاړ دي. او احتمالاً د تایوان پر ضد برید ته چمتوالی نیسي."

د وروستیو ترینګلتیاوو سره سره، پنټګان په نږدې راتلونکي کې د برید امکان رد کړی دی.

د پنټګان ویاند، برید جنرال پټ رایډر وویل: "په راپور کې واضح شوې ده، موږ فکر نه کوو چې په نږدې راتلونکي کې به یرغل وکړي."

خو د دفاعي چارو یو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته وویل چې د تایوان چاپېر د چین پوځي مانورونه په معمول بدل شوي دي. په تېر اګست کې تایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د رئیسې نانسي پلوسي له سفر وروسته، چین تایوان ته څېرمه اوبو کې خوځښت، پوځي تمرینونه او د توغندیو آزموینې زیاتې کړې. ددغه چارواکي په حواله، که څه هم ددې اقداماتو اندازه وروسته کمه شوه، خو لا هم دوام لري.

د چین د دفاع وزیر، وې فینګ، تېره اونۍ په کمبوډیا کې د امریکا د دفاع وزیر لایډ آسټین ته وویل چې بیجینګ د تایوان ټاپو خپله "سره کرښه" بولي.

د بیجینګ دا ډول یرغلیز دریځ د جنوبي چین سمندر ته هم غځېدلی چیرې چې د امریکا چانسلروېل سترې بېړۍ تازه په آزادو او نړیوالو اوبو کې د تګ راتګ د خوندي کولو ماموریت بشپړ کړ. له دغو اوبو څخه د نړۍ نیمايي تجارتي بیړۍ تیریږي چې اندازه یې د کاله تریلینونو ډالرو ته رسیږي.

د پنټګان ویاند وویل: "ځینو راپورونو وویل چې چین دغه بیړۍ په زوره له سیمې ایستلې ده. دا ریښتیا نه ده. موږ د نړیوال قانون په رڼا کې، په ټولو آزادو اوبو کې د خپلو کښتیو تګ راتګ او الوتنو ته دوام ورکوو."

چین د جنوبي چین سمندر خپل مالکیت بولي او د نړیوالې محکمې هغه حکم یې له پامه غورځولی چې وايي، بیجینګ ددغو اوبو د مالکیت کوم تاریخي سند نلري.

XS
SM
MD
LG