د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: د کابل هوایي ډګر په چاودنه کې یو شمیر امریکايی پوځیان وژل شوي


د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د کابل هوایي ډګر ته نږدې د پنجشنبې د ورځې اګست ۲۶ (وږي ۴) چاودنه کې یو شمیر امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د پنتاګون ویاند جان کربي په یو بیان کې ویلي : "تائید کولی شم د کابل د هوایي ډګر په پیچلي برید کې یو شمیر امریکایي پوځیان وژل شوي دي. یو شمیر نور هم د ټپونو په خاطر تر درملنې لاندې دي، همداشان پوهیږم چې یو شمیر افغانان هم ددې ظالمانه برید قرباني شوي دي."

ښاغلي کربي پدې برید کې د امریکایي پوځیانو او افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې شمیره په ډاګه نکړه، خو د رویترز اژانس د امریکایي منابعو له قوله رپوټ ورکړی چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین، ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي افغانان چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپیان شوي دي. ددې چاودنې یو شمیر قربانیان او ټپیان د کابل د ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي شاهین ددې برید د غندلو په ترڅ کې ویلي چې طالبان به ددې برید د عاملینو د نیولو او سزا ورکولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. د طالبانو یو بل مقام د امریکاغږ ته ویلي چې دغه برید د یو ځانمرګي بریدګر له خوا شوی دی.

د چاودنې څخه لږ وروسته استخباراتي منابعو د امریکاغږ ته وویل چې یوه بله چاودنه هم د هوایي ډګر د دروازې په ۲۰۰ مترۍ کې د باران هوټل ته نژدې شوې ده، خو زیات جزییات يې پدې همله ندي ورکړي.

د سپینې ماڼۍ مقاماتو ویلي چې ولسمشر جو بایډن د کابل د هوایي ډګر د چاودنې نه خبر شوی او حتی د اسرائیل د صدراعظم سره یې خپله کتنه د افغانستان د وضعیت په خاطر ځنډولې ده.

دغه چاودنه پداسې حال کې کیږي چې په زرګونه افغانان د افغانستان څخه د وتلو د هڅې لپاره د کابل د هوایي ډګر په دروازو کې راټول شوي او ستره ګډوډي او ګڼه ګوڼه یې رامنځته کړې ده.

ددغه برید څخه څو ساعته مخکې د بریتانیا او متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر بهرنیو هیوادونو خپلو هیوادوالو ته چې په افغانستان کې اوسیږي د امنیتي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و او هغوی ته یې سپارښتنه کړې وه چې هوايي ډګر ته له راتللو ډډه وکړي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوي کړی.

XS
SM
MD
LG