د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په مذهبي مراسمو کې لسګونه کسان ډوب شوي


د ارشیف عکس: په هند کې مذهبي مراسم
د ارشیف عکس: په هند کې مذهبي مراسم

هندي چارواکو پنجشنبې سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) وویل چې ددغه هېواد په ختیځ کې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.

ددغو مذهبي مراسمو په ترڅ کې هندوان د سیندونو او جهیلونو په اوبو کې لامبي. دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله په هند کې د ډیرو سیندونو د اوبو سطحه پورته شوې ده.

د بهار ایالت د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې چارواکو ویلي مرګ ژوبله په بیلا بیلو ځایونو کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې رامنځته شوې او په قربانیان کې ۳۷ ماشومان شامل دي.

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "خلکو د لامبو ددغو مذهبي مراسمو په ترڅ کې په سیندونو او جهیلونو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو خطرونه له پامه غورځولي دي."

په اوبو کې د خلکو د ډوبیدلو دا پیښې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د بهار ایالت په ۱۵ ولسوالیو کې د "جیتیا پارو" د مذهبي جشن په ترڅ کې رامنځته شوي دي.

هندو مذهبه میندې دا جشن د خپلو ماشومانو د هوساینې له کبله د شکرانې فرصت بولي.

په بهار کې چارواکو ویلي چې په اوبو کې د نورو ورکو کسانو لټون روان دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG