د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانیان پاخه سړکونه غواړي


نورستانیان وايي د کونړ-نورستان ترمنځ د سړک د پيخېدو کار باید ژر پيل شي
نورستانیان وايي د کونړ-نورستان ترمنځ د سړک د پيخېدو کار باید ژر پيل شي

سلګونو کسانو د نورستان په مرکز پارون کې مظاهره وکړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د پارون-کونړ سړک ژر پوخ/قیر کړي.

لاریون کوونکو حکومت ته خبرداری ورکړ، که دا سړک ژر پوخ نشي، دوی به په پلازمېنه کابل کې خیمې ووهي. دوی وايي مرکزي اداره دا تېره یوه نیمه لسیزه هر کال یوازې خپلې ژمنې تازه کوي.

لاریون کوونکي وايي ناروغان یې په لارو کې مري.

قومي مشر مولوی زینت الله وویل" اوس وخت کې ټول نورستان یو لویشت قیر سړک هم نه لري او دا یوه غټه ستونزه ده، زموږ ناروغان چې کونړ ته ځي نو موټر کې اته ساعته مزل پکار دی، بس ناروغ مړ وي، موږ غواړو چې د کونړ او پارون منځ کې سرک قیر شي، دا څو کلونه کېږي چې موږ سره وعدې کېږي او نه یې قیر کوي."

نورستانیان پاخه سړکونه غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

لاریون کې د ولایتي شورا غړي او ګڼ دیني عالمان هم ګډونوال وو، ویل یې که یې غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي او پلازمېنې کابل ته ورځي.

دولایتي شورا رییس انجنیر سعد الله پاینده زوی وویل " موږ څو ځله غوښتنه وکړه خو څوک یې نه مني، موږ به ولایتي شورا دروزاې وتړو او کابل ته به لاړ شو، د ارګ او فواید عامې مخې ته به خیمې ووهو او لاریونونه به وکړو، نورستان کې چې د فواید عامې ریاست دی دا هم موږ ته په درد نه خوري موږ به دا هم وتړو، نو موږ به مرکزي اداره غږ کوو چې زموږ د سرک د قیر ستونزه اواره کړي."

د نورستان والي حافظ عبد القیوم یوه میاشت مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې د ټولګټو وزارت ژمنه کړې چې د کونړ- پارون تر منځ د غځېدلي سرک د پخېدو چارې به پیل کړي، خو تېره ورځ یې په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ددغه سرک د ډیزاین چارې روانې دي او راتلونکي میاشت کې به تدارکاتو ته ولېږل شي.

خو د نورستان ولایتي شورا او قومي مشران وايي ددغه سرک د ډیزاین چارې دا څو کاله مخکې پیل شوي او دا یوازې وعدې دي چې کېږي.

د لاریون کوونکو بله غوښتنه داوه چې له پارون سره د ختیځ او لویدیځ نورستان پنځه ولسوالیو ته خامه سرک هم نه دی تېر شوی، ځکه نو له دغو سیمو زرګونه افغانۍ لګي چې پارون ته ځانونه ور ورسوي.

د نورستان ولایتي اداره وايي له پارون سره د ولسوالیو د نښلولو چارې به هم ژر پیل شي.

نورستان ګڼې داسې تاریخي او د لیدو سیمې لري چې د ډېرو په باور که سرک یې پوخ شي، پانګونه پکې وشي نو د په کور دننه او نړیوالو سیلانیانو له درکه ډېره ګټه کولای شي.

XS
SM
MD
LG