د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجشنبې په ورځ د شپږیزې سیالیو ټکټونه ولې وړیا و؟


د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي د پنجشنبې د لوبې لپاره شاوخوا دولس زره نندارچیان لوبغالي ته راغلي و.‌
د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي د پنجشنبې د لوبې لپاره شاوخوا دولس زره نندارچیان لوبغالي ته راغلي و.‌

په کابل کې د شپږیزې سیالیو د پرونیو سیالیو د نندارې لپاره دومره زیات شمیر افغانان ورغلي و چې ساری یې نه درلود. ځیني شرکتونو په خلکو وړیا خوراکي مواد، د څښاک اوبه او نوشابې ویشلې.

د شرکتونو مسؤلین وایي دا کار یې پدې خاطر کړی و چې نړۍ ته وښیي افغانان سوله خوښوونکي او لوبې خوښوونکي دي.

معمولاً سږ کال د شپږیزې لوبو د سیالیو لپاره د پنځو نه نیولې تر شپږو زرو پورې کسان د کابل نړیوالي لوبغالي ته د لیدو لپاره ورځي. خو پرون پداسې حال کې چې لوبه روانه وه، ځانمرګی برید وشو. برید لوبغاړي او نندارچیان دواړه وترهول.

ګمان دا و چې ښایي نور به خلک دیته زړه ښه نکړي چې لوبغالي ته د لوبې د لیدو لپاره ورشي خو هر څه برعکس شول. د امې اې ګروپ چې دا ځل د شپږیزې لوبې لپاره د ټکټونو مسؤلیت په غاړه لري، د برید نه وروسته اعلان وکړ چې د پنجشنبې د لوبې لپاره ټول ټکټونه وړیا دي.

د همدې ګروپ مسؤل ضیارحمن ضیا وایي د برید پر وخت د لوبې د نندارې لپاره په لوبغالي کې و. هغه وایي د برید نه یوازې پنځه دقیقې نه وې تیرې چې خلکو د میدان په لور مخه وکړه او د هیڅ ډول ویرې یا ډار احساس یې نه کاوه.

ښاغلی ضیا وایي چې د خلکو همدې جذبې دیته وهڅاوه چې د پنجشنبې د لوبې لپاره خلکو ته ټګټونه په وړیا توګه ورکړي.

یوازې ټکټونه نه بلکې ځینو شرکتونو نندارچیانو ته وړیا خوراکي مواد ، د څښاک اوبه او نوشابې هم ویشلې. مدني ټولنو او فعالینو هم تر خپل وسې هڅه کړې وه د خلکو د هڅونې او په خلکو کې د ملي روحیې د پیدا کولو لپاره کار وکړي. دوي په وړیا توګه خلکو ته د افغانستان ملي بیرغونه ورکول او یا یې ورته په مخونو درې رنګه بیرغ رسماوه.

مدني فعال صلاح کبیر وایي د خپلو ملګرو په مشورې یې تر پنځلس سوه پورې بیرغونه خلکو ته ورکړل. ښاغلي کبیر امریکا غږ ته وویل چې په لوبغالي کې دننه د بیرغونو رپیدو لوبې او لوبغالي ته بیل خوند او رنګ ورکړی و.

یو شمیر ځوانانو بیا لوبغالي ته د تګ لپاره خپل رسمي کارونه پریښي و. دغه ځوانان وایي غوښتل یې چې په لوبغالي کې دننه نړیوالو لوبغاړو ته کور ودانی ووایي او نړۍ ته وښیي چې "افغانان سوله خوښوونکي دي"

د نجیب الله اخترزي په نامه یو ځوان چې پر مخ یې د افغانستان تور، سور او زرغون بیرغ رسم کړی و، امریکا غږ ته وویل چې په لوبغالي کې دننه د خلکو احساساتو او هیواد پالنې ته هک حیران و.

ځینو نورو نندارچیانو بیا ویل چې "دښمن" ښایي د خلکو د ترهولو لپاره ښایي هیڅ هم دریغ نکړي خو دوي وایي چې لوبغالي ته د راتګ لپاره یې هیڅ شی هم مخه نشي نیولی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG