د لاس رسي وړ اتصالات

فلپین هره ورځ د مخدراتو ۳۶ کاروباریان وژلي


په فلپین کې د نشه يي توکو پر ضد په مبارزې په اوو اونیو کې ۱۹۰۰ کسان وژل شوي دي، چې تقریبآ د ورځې ۳۶ تنه کیږي. دقیقاً اووه اوونۍ مخکې رودریګو دوترته د دغه هېواد ولسمشر شو. هغه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو او کارکوونکو پر ضد د کلکو اقداماتو ژمنې کړې وې.

د فلپین د ملي پولیسو مشر، رونالډ ډیلا روسا، د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې داسې کومه تګلاره نشته چې پولیس دې د نشه يي توکو کارکوونکي ووژني. ښاغلي روسا وویل چې د ۱۱۰۰ وژل شویو کسانو د مرګ په اړه پلټڼې پیل شوي دي. هغه وویل "موږ خو څه قصابان نه یو".

د رویټرز خبري اژانس وايي چې دغه ټول کسان د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو په مبارزې کې وژل شوي دي. د فلپین سناتور فرانګ ډریلن وویل "دا کار ډارونکی پیغام لري. موږ د دغو کسانو په وژلو خواشیني یو".

ولسمشر دوترته د نشه يي توکو کاروباریانو ته خبرداری ورکړی و که له دغه کار نه لاس وانخلي، ژوند به یې په خطر کې وي. په همدې حال کې د فلپین په سیمه ییزو رسنیو دا شکونه هم کیږي، چې شاید د نشه یي توکو یو شمېر کارکوونکي په فساد کې د ککړو پولیس چارواکو له لوري وژل شوي وي، چې د نشه يي توکو په کاروبار کې خپل لاس لرل پټ کړي.

پر دغې پېښې ځیني سناتوران او د ولسمشر کلک منتقدین پلټنې کوي او سناتورانو د پولیسو او د نشه یي توکو د برخې چارواکي وربللي وو چې د دغو وژنو په اړه وضاحت ورکړي.

خو په خپله ولسمشر دوترته وکیلانو ته خبرداری ورکړی چې د هغه په کار کې دې مداخله نکوي او که د هېواد د پرمختګ لاره یې بنده کړه، وبه وژل شي.

په همدې حال کې د پولیسو مشر ډیلا روسا وايي چې د نشه يي توکو ۷۰۰زره ( ۷۰۰۰۰۰) کاروباریانو او کاروونکو په خپلې خوښې پولیسو ته ځانونه سپارلي دي، چې له ناوړې سزا څخه بچ شي.

کله چې د پولیسو مشر له سناتورانو سره غونډه لرله، د هغه لسګونه پلویانو د سنا د ودانۍ د باندې راټول شوي وو او د هغه په پلوۍ او د نشه يي توکو د کاروباریانو پر ضد یې شعارونه ورکول.

په همدې حال کې رویټرز وايي، چې متحدو ایالتوو ویلي چې د دغو کسانو پر وژلو خواشيني دي او د دوترته له حکومت نه یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي متحده ایالتونه اود اروپايي ټولنې غړي باید ولسمشر رودریګو دوترته پوه کړي، چې په دا ډول کارونو سره به سخت ډيپلوماتیک او اقتصادي زیان وویني.

XS
SM
MD
LG