د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي لوبډلې ۲۴ لوبغاړي د تمریناتي کمپ لپاره اماراتو ته ځي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي له سریلانکا سره لوبو ته د چمتووالی په هدف د تمریناتي کمپ لپاره متحده عربي اماراتو ته ځي.

کرکټ بورډ نن شنبه نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) ویلي چې یاد تمریناتي کمپ به سبا یکشنبه په دوبۍ کې د نهو ورځو لپاره پیل شي.

د بیان له مخې په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۴ لوبغاړي رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علیخېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب الرحمن، ضیاء اکبر، نوراحمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک، یمین احمدزی، نجات مسعود، عظمت عمرزی، قیس احمد، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف او بهیر شاه محبوب ګډون کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل چې له یاد سکواډ څخه به غوره لوبغاړي له سریلانکا سره سیالیو ته انتخاب شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي نورالحق ملکزي یاد تمریناتي کمپ د راتلونکو سیالیو لپاره د چمتووالي ښه فرصت بللی دی.

هغه ویلي: "په دغه تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي بشپړ چمتو شي او دغه راز به موږ د دوی بشپړه ارزونه وکړو، ترڅو د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره ترې څوک غوره کړو. دغه راز د یادو لوبغاړو په لسټ کې د کورني کرکټ دوه ځلېدونکو لوبغاړو هر یوه ابراهیم عبدالرحیمزي او بهیر شاه محبوب ته هم ځای ورکړل شوی دی."

ټاکل شوې افغان کرکټ لوبډله تر تمریناتي کمپ وروسته د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته ولاړه شي.

دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه تر سره کیږي.

دغه سیالۍ په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څو ورځې مخکې په د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې خپل کار پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG