د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په ثور میاشت کې ۷۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي


Arrested Smugglers in Nangarhar
Arrested Smugglers in Nangarhar

د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال په ثور میاشت کې د ۶۶ قضیو په تړاو ۷۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي او دغه مرکز ته یې سپارلي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې پنځه ښځې او څلور دولتي کارکوونکي هم شامل دي.

هغه وویل "د نیول شوو کسانو له ډلې ۱۷ تنه یې هغه افراد دي، چې غوښتل یې په خپلو ګیډو او یا سفري بکسونو کې ځای پر ځای کړي هیروئین ډوله مخدره مواد د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه د هندوستان ډهلي ښار ته ولیږدوي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې د مخدراتو په قاچاق کې اکثره تورن شوي کسان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.

د هغه پر وینا، په دې موده کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو ۸۰قاچاقبرانو ته، چې په کې ۲ ښځې هم شاملې دي، د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.

نیول شوي مخدره مواد

احمدخالد مؤحد دغه راز وویل، چې د ۱۳۹۷ کال په ثور میاشت کې له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۱۱۱ کیلوګرام هیروئين، نږدې ۲۸ کیلوګرام مورفین، نږدې ۱۲ کیلوګرام شیشه، شاوخوا ۴۱۰ کیلوګرام اپین، ۳۶۱۱ کیلوګرام چرس، د نشې ۵۷۴ ټابلیټونه او ۲۷.۵ لیټره الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، په دې موده کې څه باندې ۱۲۵۶۵ کیلوګرام کلک او ۵۰۴ لیټره تیزاب هم پولیسو ترلاسه کړي، چې پر وینا یې دغه مواد افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي او د هیروئينو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د یاد مرکز د شمیرو له مخې، د روان لمریز کال په حمل میاشت کې هم پولیسو، د مخدراتو د قاچاق د ۵۳ قضیو په تړاو د ۶۵ تورنو کسانو دوسیې د دغه مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارلې وې.

د ښاغلي مؤحد پر وینا، په دغو کسانو کې ۴ دولتي مامورین، ۲ ښځې او یو بهرنی شامل وو.

XS
SM
MD
LG