د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ ښځې او مېړه د 'چاکلیټ پټولو' په تور خپله ماشومه خدمتکاره وژلې - چارواکي


پاکستان کې د ماشومانو سره د زور زیاتي خلاف لاریون (د ارشیف عکس)
پاکستان کې د ماشومانو سره د زور زیاتي خلاف لاریون (د ارشیف عکس)

یو پاکستانی سړی او د هغه ښځه د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) په دې تور محکمې ته حاضر کړل شول چې یوه ۱۳ کلنه کارګره نجلۍ یې د یو چاکلیټ د غلا کولو په تور وهلې او وژلې ده.

د اقرا په نوم نجلۍ ددغه جوړې په کور کې کار کاوه چې د سه شنبې په ورځ د راولپنډۍ ښار یو روغتون ته له وړل کېدو وروسته د ژورو ټپونو له کبله مړه شوه.

د راولپنډۍ د پولیسو ویاند سجاد حسین فرانس پرس ته وویل چې راشد شفیق او د هغه ښځه ثنا د اقرا د قتل د قضیې په تړاو نیول شوي او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

هغه وویل: "څرګنده شوې چې ښځې د اشګز په واسطه دغه نجلۍ وهلې اوده. د هغې څو هډوکي مات شوي او پر پښو، لاسونو او سر یې د وهلو نښې وې. دا هرڅه د یو چاکلیټ د ورک کېدو له کبله شوي دي."

په پاکستان کې په کورونو کې د کارګر په توګه د ماشومانو کار عام دی. د کارګرو د نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال د راپور په اساس، د پاکستان له هرو څلورو څخه یوه کورنۍ د کور د کارونو لپاره کارګر ماشومان استخداموي. زیاتره دغه ماشومان له ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکې نجونې دي.

که څه هم له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو استخدامول غیرقانوني دي، خو په پراخه توګه ترسره کیږي او زیاتره بې وزلې کورنۍ خپلې کم عمره لوڼې د کار روزګار لپاره لیږي.

د اقرا پلار ثناالله چې د پنجاب په یوه کلیوالي سیمه کې اوسیږي، فرانس پرس ته ویلي چې لور یې د ۸۰۰۰ کلدارو میاشتني معاش په بدل کې د تیرو ۲۲ میاشتو راهیسې له دغې جوړې سره د هغوی په کور کې کار کاوه.

هغه وویل: "دغو ظالمانو زما لور داسې شکنجه کړې ده چې هیڅ انسان یې نه کوي. زه ددې ظلم په اړه د عدالت غوښتنه کوم."

د فرانس پرس د راپور په اساس، په کور کې د کار لپاره د استخدام شويو کسانو سره زیاتره وخت زور زیاتی کیږي او د جنسي ځورونې او ناوړه استفادې سره مخامخ کیږي خو د پاکستان په څېر ټولنو کې یې ډیر لږ پوښتنه کیږي.

د قربانیانو کورنۍ زیاتره وخت له محکمې دباندې د شریعت د قانون له مخې تورن کسان بخښي. ددغه قانون له مخې د قرباني کورنۍ د قاتل د قصاص او یا د دیت غوښتنه کولی شي.

که څه هم په پاکستان کې په کورنو کې د کارګرو ماشومانو د ځورونې ځینو قضيو ته د رسنیو د رسنیو پام اوښتی دی خو په زیاتره دغو قضیو کې تورن کسان مجازات شوي ندي او یا ډیر لږ مجازات شوي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې، په راولپنډۍ کې یو سړی او د هغه ښځه په دې تور ونیول شوله چې خپله اووه کلنه کارګره نجلۍ یې ځکه وژلې وه چې د هغوی کورنی طوطي یې پرې ایښی وو چې له کور څخه وتښتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG