د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د ده‌یک ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

افغان امنیتي چارواکي وايي د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرحمن فاتح د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم نن سه شنبه مارچ نهمه(کب ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې نوموړي تیره شپه په یادې ولسوالۍ کې امنیتي پوستو ته اکمالات کول چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

دا منیه قوماندانۍ ویاند وویل چې په دغه چاودنه کې یوازې د ه‌یک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی او بل چاته زیان نه دی رسېدلی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر بیا په یوې جلا اعلامیې کې د یاد ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د یو بل خبر له مخې تیره شپه د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو په برید کې د محلي اردو څلور سرتیري وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

د دایکندي مرستیال والي محمد علي ارزګاني امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه ناوخته د پاتو ولسوالۍ پر «افغان بیسم» امنیتي پوستو وسله وال بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه: "په دغه برید کې زموږ د محلي اردو څلور سرتیري شهید شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي."

د ارزګان مرستیال والي وویل چې په دغه نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.

پر همدې مهال د دایکندي د ولایتي شورا یو غړی غیرت جواهري وایي چې په دغه نښته کې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG