د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د بم په چاودنې کې د پولیسو یو مشر وژل شوی؛ داعش ادعا کوي برید هغوی کړی


آرشیف
آرشیف

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې ده چې هغه موټر بم چاودنه دوی کړې ده چې د چهارشنبې مې ۱۰ (غوایي۲۰) د سوریې په پایتخت دمشق کې وشوه او د پولیسو یو افسر پکې ووژل شو او څلور نور ټپي شول.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د موټر بم دا چاونه د پولیسو په یو مرکز شوې او وژل شوی افسر د ډګرمن رتبه درلوده.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیښې په هکله د نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره پلټنې روانې دي. د اسلامي دولت یا داعش ډلې د پیښې څخه وروسته په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې، ادعا کړې دا برید هغوي کړی.

د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا چې حکومت په پایتخت دمشق کې د یاغیانو د پټیدو وروستی مرکز ونیوه پدې ښار کې د جهادي ډلي بریدونه ډیر لږ شویدي خو وخت ناوخته پدې ښار کې په پوځي او ملکي موټرو چاودنې کیږي.

د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په میاشت کې په دمشق کې د پوځ په موټر برید وشو چې لږ تر لږه ۲۴ سرتیري پکې ووژل شول. د سوریې د بشري حقونو ادره چې مرکز یې په لندن کې دی او په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله معلومات راټولوي، ویلي و چې دا برید د داعش یوې ډلې کړی و.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ۲۰۱۹ کال یرغلیز بریدونه د دې لامل شول چې داعش سخت دریځي په هغه هېواد کې خپلې وروستۍ سیمې له لاسه ورکړي او له هغه وخت راهیسې د داعش جنګیالي تر ډېره د سوریې په دښتو کې په خپلو پټنځایونو کې پټ شوي او په سیمه کې کله ناکله بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG