د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د پولیسو په وژلو کې دخیل د طالبانو دوه قومندانان یې وژلي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې پولیس وایي د هیواد په شمال لویدیځ کې په ډزو کې د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شویدي.

په سیمه کې د پولیسو مشر محمد عملي ګنډاپور شنبه فبروري ۴ (سلواغې ۱۵) ویلي چې د پاکستاني طالبانو دې قوماندانو د پنځو پولیس افسرانو په وژلو کې لاس درلود او هم یې د امنیتي ځواکونو د تالاشۍ په مرکزونو بریدونه کول.

د پاکستان حکومت د دې دوو طالب قوماندانانو پر سر ۷۲۵۹ امریکایي ډالر انعام هم ایښی و.

د پاکستان حکومت دا ندي ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې دا دوه قوماندانان یې د هیواد په کومې ځانګړې سیمې کې وژلي او یوازې دومره یې ویلي چې عملیات د دقیقو استخباراتي معلوماتو له مخې شوي. د دوی هویت یې هم ښودلی نه دی.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د خیبرپښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په یو کلي کې یې د طالبانو پر ضد عملیات کړي او څلور جنګیالي یې نیولي دي.

پولیسو ویلي چې پدې عملیاتو کې د ټوپکو مرمۍ، لاسي بمونه، کلاشینکوفونه او برقي پټاقۍ تر لاسه شوي خو دا یې ندي ویلي چې نیول شوي وسله وال د کومې ډلې غړي دي.

پاکستان داسې مهال د وسله والو ډلو په خلاف عملیات ډیر کړي چې پدې هیواد کې د پاکستاني طالبانو د ډلې فعالیت چټک شوی، په ځانګړې توګه دې ډلې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې بریدونه ډیر کړي.

د دې عملیاتو څخه یوازې څو ورځې وړاندې د پیښور ښار په یوې حکومتي ودانۍ کې په ځانمرګي برید کې ۱۰۱ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۲۵ نور ټپي شول.

سره لدې چې پاکستاني طالبانو پدې برید کې لاس لرل رد کړي خو د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي چې برید کوونکی د یوې ترهګرې ډلې غړی و، خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

دا په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو باندې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. برید په پېښور کې د «پولیس لاین» سیمې په یوه امنیتي‌ سیمه کې په هغه جومات کې دننه شوی چې د پولیسو او د هغوی د کورنۍ د غړو لپاره نوی جوړ شوی و او خلک د ماسپښین په لمانځه ولاړ وو.

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تیر کال په موقتي توګه اوربند کړی و خو دې ډلې د نومبر په میاشت کې په یو اړخیزه توګه د حکومت سره اوربند مات کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول هیواد کې بریدونه وکړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغې ډلې غړي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر څار لاندې پټ ځایونه لري او له هغه ځای څخه بریدونه تنظیموي، افغان طالبان دا ادعا ردوي. د طالبان د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستاني مقاماتو ته وویل چې جدي پلټنې دې وکړي او پړې ګوته دې "افغانستان ته نه نیسي."

پاکستان همدارنګه غواړي چې کابل ته یو پلاوی واستوي څو د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه په پاکستان کې د اورپکو په مهار کیدو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف خاص استازي فیصل کریم کندي وویل یو پلاوی به کابل او تهران ته واستول شي تر څو "ډاډ ترلاسه شي چې د هغوی خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان په وړاندې ونه کارول شي."

په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو یو جګپوړي چارواکي هم د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه پلاوی به د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG