د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست يو شمېر اوسېدونکي د واکسین عامه پوهاوی کمزروی بولي


د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي وایي، پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د عامه پوهاوي ځينې مبليغين د واکسين د اهميت په اړه پوره معولومات نه لري او په ځينو مواردو کې د ګوزڼ ضد واکسين څخه انکاري کورنيو ته قناعت نه شي ورکولی.

ددې ولايت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی حامدالله له روغتیایي چارواکو غوښتنه لري، چې دې برخې ته پوره توجه ولري.

هغه زیانوي، چې ممکن په دې وضعيت سره د انکاري کورنيو شمېر زيات شي.

هغه وویل"د مبليغينو عامه پوهاوی کمزوری دی. موږ غوښتنه لرو چې دا پياوړی کړي. مسلکي کسان بايد ورته راوليږي، غيرمسلکي کسان تجربه نه لري. کوم معلومات چې دوی لري، هغه له نورو خلکو سره په سم ډول نشي شريکولای‟.

دا مهال د خوست په دريو ولسواليو، ګربز، ځاځي ميدان او سپېره کې دپولیو مبليغين خلکو ته د واکسين په اړه پوهاوی ورکوي. دغه راز په موسی خېلو، تڼي او مرکز متون کې يو شمېر متنفذين هم پر دندو ګمارل شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدين منګل په ځينو مواردو کې د مبليغينو کمزوری عامه پوهاوی مني، خو وايي هڅه کوي چې ټول مسلکي مبليغين او صحي کار کوونکي ولري.

هغه وويل"لومړی موږ کوښښ کوو چې د هغوی لپاره د عامه پوهاوي داخلي روزنيز پروګرامونه جوړ کړو. که له نظارت څخه وروسته وليدل شول چې خپله دنده يې ښه سرته نه ده رسولې او په دې برخه کې ناغيړي کوي، موږ به يې له دندو لېرې کړو او پر ځای به يې وړ او مناسب کسان وګومارو".

د دې ولايت اوسېدونکی سپين ږيری قادرشاه له خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي په خاطر لهګوزڼ څخه د هغوی ژغورنې لپاره ددې ناروغۍ ضد دوه، دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

ده وويل"دا ناروغي له وقايې پرته علاج نلري. هر مور او پلار خپل ماشوم ته بايد واکسين ورکړي. لکه څنګه چې موږ د خپل ماشوم د زده کړو، د هغه د سرمايه دارۍ او د ښه ژوند په لته کې يو، همدارنګه د روغتيا په برخه کې يې هم بايد غم وخورو او حتماً د پوليو ضد واکسين ورکړو".

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ساري ويروسي ناروغي ده، چې تر پنځه کلنۍ ښکته عمرلرونکي ماشومان ورسره مخامخ کېږي. دا ناورغي تداوي نلري، خو د مخنيوي يواځنۍ وسيله يې د پوليوضد واکسين بلل شوي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG