د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې دیني عالمان د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی ورکوي


د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدالدين منګل وايي، د دې لپاره چې د ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکاري کورنيو شمېر راکم شي، له ديني عالمانو سره د همغږۍ منظمې غونډې لري.

خوست کې یوتن ديني عالم فقيرمحمد روحاني اشنا راډيو ته وويل، چې ديني عالمان د پوليو د واکسين په تطبيق کې ښه مرسته کولای شي. د ده په وينا ديني عالمان د افغاني ټولنې بانفوذه او د خلکو لپاره باوري کسان بلل کېږي.

هغه وويل "که متنفذين او ديني عالمان په رښتينې توګه کار وکړي او په جامعه کې بارسوخه او خلکو ته د منلو وړ وي، نو په دې سره به د واکسين پروښه پرمختګ وکړي او خلک به ترې ښه استفاده وکړي".

د روغتيايي مسوولينو په وينا دغه ولايت کې اوس هم شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د ځينو عقيدوي مسائلو پراساس نه غواړي چې خپلو ماشومانو ته د خولې له لارې د پوليو ضد واکسين دوه څاڅکي وکړي.

ډاکټر ګل محمدالدين منګل وويل، چې په دغه برخه کې د ديني عالمانو همکاري زياته شوې او دا د دې سبب ګرځېدلې، چې يو شمېر انکاري کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسين د تطبيق لپاره هڅيدلې دي.

هغه وويل"دوی بايد نور هم فعال شي، په همدې عامه پوهاوي اکتفاء ونه کړي. زموږ پروګرامونو کې بايد فعالې ونډې ولري او خلک نور هم تشويق کړي څو له پوليو پاک افغانستان ولرو".

د خوست اوسېدونکی الف خان له خلکو غوښتنه لري، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکې او سالمې روغتيا په خاطر هغوی هيڅکله هم د ګوزڼ يا پوليو له واکسين څخه محروم نه کړي.

هغه زياته کړه" پوليو ماشومان فلج کوي، که ماشوم واکسين ونه کړي، هغه بيا فلج کېدای شي. چې کله ماشوم ته واکسين ورسېږي، ټول عمر به تندرست وي. له خلکو هم غوښتنه لرو چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي".

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه چې د ګوزڼ ويروس په کې پاتې دی. د پوليو ويروس له کبله رامنځته کېدونکی فلج تداوي نه لري، خو د مخنيوي يواځنۍ لاره يې د دې ناروغۍ ضد واکسين دي.

XS
SM
MD
LG