د لاس رسي وړ اتصالات

شپږ نیم میلیونه افغان ماشومان باید د ګوزڼ واکسین واخلي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲) په دغه هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین د تلې میاشتې په دویمه پیل او په شپږمه پای ته رسیږی، چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو څخه کم عمره ۶.۴ میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه کمپاین د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې عملي کیږي، خو زیاته پاملرنه به کندهار او ننګرهار ولایتونو ته، چې د پولیو وایروس د سرایت له لوړ ګواښ سره مخ دي، وشي.

په بیان کې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له قوله ویل شوي "په افغانستان کې دا مهال د هرې زمانې په پرتله د پولیو د له منځه وړلو په خاطر هڅې ګړندی شوي دي. عامې روغتیا وزارت او د هغې د روغتیايي مرستندویه ادارې ټینګه ژمنه لري چې دا ناروغۍ له هیواده محو کړي. خو هغه څه ته چې په دې برخه کې مونږ ډيره زیاته اړتیا لرو هغه د عام ولس لازمه همکاري او تعهد دی".

ښاغلي فیروز له کورنیو څخه غوښتي، چې د کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي ترڅو کوم ماشوم له دغه واکسین څخه بې‌برخې پاتې نه شي.

هغه ډاډ ورکړی، چې د پولیو واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

د ماشومانو د ګوزن یا پولیو ضد واکسین دغه کمپاین وروسته له هغې پیل شوی، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۱۴ ته رسیدلی دی.

د دغو پيښو لویه برخه د افغانستان په سویلي او ختيځه حوزو کې ثبت شوي دي.

پولیو یوه دایمي فلج کوونکې او آن وژونکې ناروغۍ ده، چې درملنه نه لري او په وړاندې یې د ماشومانو د خوندي کولو او وقایې یواځینۍ اغیزمنه لار، د هغوی واکسین کول دي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هیوادونه دي چې لا هم په نړۍ کې د پولیو د ناروغۍ د سیمو په توګه پاتې دي.

XS
SM
MD
LG