د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې دیني عالمانو او صحي کارکونو ته د پولیو ورکشاپ جوړ شوی


کندز کې روغتیايي مسؤلین وايي، د دغو ورکشاپونو له لارې هڅه کوي، چې خلک د پولیو پیښې وپیژني او دوی خبر کړي.
کندز کې روغتیايي مسؤلین وايي، د دغو ورکشاپونو له لارې هڅه کوي، چې خلک د پولیو پیښې وپیژني او دوی خبر کړي.

کندز کې سربیره پر دې، چې د ولسوالیو د صحي کلینکونو مسئوولینو ته د پولیو پیښو د موندلو په اړه په علمي ورکشاپونو کې معلومات ورکول کیږي، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او د خصوصي کلینکونو مسئوولینو ته هم د پولیو د پیښو د ثبیتولو په اړه علمي ورکشاپ ورکړل شو.

د کندز د کتلوي معافیت مسئوولین وايي، دوي نه یوازې په دولتي کلینکونو کې نرسانو او ډاکټرانو ته د پولیو د پیښو په هکله معلومات ورکوي، بلکې په ځینو سیمو کې تعویذ لیکونکو، د زیارتونو منجورانو، قومي مشرانو او په سیمه کې بانفوذه خلکو ته هم، د پولیو په اړه معلوماتي ورکشاپونه جوړوي، چې په سیمه کې مشکوکې پیښې راپور کړي او په وخت یې کتلوي معافیت او یا د عامې روغتیا ریاست ته خبر ورکړي.

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، له دغو لارو دوي کولای شي، چې د پولیو پیښې پیدا او پر وخت نورو ماشومانو ته د دغه ویروس د انتقال مخه ونیسي.

هغه زیاتوي "مونږ هر کال د سرویلانس په اړه د صحي مرکزونو مسولین، چې په سیمه کې د نیټورک په څیر کار کوي، راغواړو او له هغوي سره د پولیو د مشکوکې پیښې په اړه راپور ورکړي او له دغې لارې کولای شو، چې د پولیو د پیښې د تثبیت او مخنیوي په اړه کار واخلو، د دغو ورکشاپونو په ترڅ کې کولای شو، دغه شبکه قوي کړو او له دې لارې په سیمه کې د پولیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړو."

په کندز کې د یو روغتیایي کلینک مسئوول جمشید سروري وايي، دوي د کتلوی معافیت په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې د پولیو د پیښو دثبت او په سیمه کې د پولیو د له منځه وړلو په هکله خپلې تجربې، له نورو هم مسلکانو سره شریکې کړې.

هغه وايي، دوي لومړی مرکزي دفتر ته راپور ورکوي او له هغې وروسته له مشکوک ماشوم سمپل اخلي او وروسته یې مرکز تهد معایناتو لپاره لیږي.

هغه وایي "دغه تریننګ دوه ورځې و چې د کندز ټولو کارونکو په کې ګډون درلوده او هغوي ته د پولیو د پیښې د راپور کولو اوهم له مشکوک ماشوم څخه سمپل اخیستل وو . مونږ په دغه ورکشاپ کې له نورو همکارانو سره خپلې تجربې شریکې کړې چې په راتلونکې کې د پولیو د پیښې مخه ونیول شي."

د کندز یو تن اوسیدونکی محب الله وايي، که د عامې روغتیا مسولین خپل ټول هغه کار کوونکي، چې د پولیو په اړه په سیمه کې فعالیت کوي، مسلکي وروزي، کیدای شي د پیښو راپور پر وخت ورکړل شي او په پولیو د نورو ماشومانو د اخته کیدو مخه ونیول شي.

هغه وایي "د عامې روغتیا مسولین باید په سیمه کې مسلکي کسان په دندو وګوماري او هغه کار کوونکي چې د پولیو د مخنیوي لپاره کار کوي، باید لا مسلکي شي او د نورو مسولینو تجربې ورسره شریکې شي او په اسانۍ سره د پولیو مخه ونیول شي."

دغه دوه ورځنۍ ورکشاپ د یونیسف، Save the children یا د ماشومانو ساتنې اداره، WHO یا د ملګرو ملتونو د صحي سازمان او د عامې روغتیا د کتلوي معافیت په مرسته جوړ شوی و، چې په کندز کې یې ۴۶ تنو د دولتي او شخصي کلینکونو مسولینو، د کلیو قومي مشرانو اوهم ملایانوپه کې ګډون چې خلک په سنتي ډول د تداوۍ لپاره د تعویذ او دم لپاره ورځي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG