د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه چارواکي: طالبان مو په معیاري توګه د پولیو ضد واکسین نه پریږدي


د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو علاج نلري خو مخنیوی یې یوازې ماشومانو ته په دوه څاڅکو واکسین ورکولو کیږي.
د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو علاج نلري خو مخنیوی یې یوازې ماشومانو ته په دوه څاڅکو واکسین ورکولو کیږي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست وایيد دې ولایت په نا امنه ولسوالیو کې ځینې وسله وال طالبان د پولیو واکسین د تطبیق مخ نیوی کوي.هغه زیاتوې که څه هم وسله وال طالبان په مستقیمه توګه د پولیو واکسین سره مخالفت نه کوي، خو ځینې واکسیناتورانو ته اجازه نه ورکوي، چې پولیو واکسین په معیارې توګه پلۍ شي.

د فراه سیمه ایز روغتیایې چارواکي ددې ولایت په نا امنه ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشومانود کوزڼ واکسین په کمپاینونو کې د وسله والو طالبانو لاس وهنه اندیښنې وړ ګڼي .

د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایې، ډیرۍ وختونه د دولت وسله وال مخالفین خپل کسان چې غیر مسلکی دي، د واکسین کوونکو په ټوکه ټاکي او یا هم په معیارې توګه د پولیو واکسین د پلې کولو مخه نیسې، او په همدې خاطر هر ځل زیات شمیر ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه ورکول کیږي.

" وسله وال طالبان تل زموږ معیارونه نه منې، او خپل شرایط رامخته کوي، کوښښ کوي چې د پولیو واکسین کمپاین په خپل کنترول کې وساتي، او نه پریږدي چې ګوزڼ واکسین په خپلواکه توکه پلۍ شي، مثلا خپل کسان واکسین کوونکو په توګه معرفي کوي. کله چې موږ ددوی خبره منو نو په واکسین کې نیمګړتیاوي رامنځته کیږي".

خو د فراه مدنی فعالین د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د ګوزڼ ضد واکسین سیاسي نکړي.

ددې ولایت یو تن مدني فعال نسیم مینه وال وایې، چې پولیو واکسین یواځې د ګوزڼله خطرناکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورني لپاره دی، په حکومت او یا هم کوم سیاسي جریان پورې تړاو نلري.

هغه له طالبانو څخه غواړي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین ته خنډونه جو نکړي.

" د پولیو واکسین په دولت پورې اړه نلري، هغه غیر سیاسي او روغتیایې پرګرام دی. او د پولیو واکسین کمپاین نباید سیاسي کړای. پولیو واکسین د ماشونو لپاره دي، ځکه په کوزڼ اخته شوی ماشوم کومه درملنه نلري".

په همدې حال کې قومي مشران په کلیو او بانډو کې د مخورو شخصیتو څخه غواړي چېماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې مرسته وکړي.

قومې مشر استاد حمید الله خان ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو مخنېوی د اسلام مبارک دین له نظره لویه ګناه ګني او د واکسین کونکو سره د مخورو کسانو د همکارۍ غوښتکۍ دی.

" زما غوښتنه، زما وړاندیز او زما غږ پر دیني عالمانو او قومې مخورو دادی چې د پولیو واکسین لړۍ دې نه سیاسي کوي. د خپلو ماشومانو رغتیا ته دې پاملرنه وکړي، او خپلو ماشومانو ته دې د پولیو واکسین ورکولو لاره هواره کړي".

څو کاله وړاندې د فراه په نا امنه ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له املهد پولیو پیښې رامنځته شوې وي، چې اوس په دې ولایت کېتر یوه حده د ماشومانو د ګوزڼ ویروس مخه نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG