د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پوليو په وروستي کمپاین کې زيات شمېر ماشومان واکسين شوي


آرشیف: خوست کې یو ماشوم د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کوي
آرشیف: خوست کې یو ماشوم د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کوي

د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) د معلوماتو له مخې په وروستي کمپاين کې چې د ډسمبر مياشتې په لومړيو ورځو کې تطبيق شو، په دې ولایت کې څه باندې ۲۵۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين تطبیق شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نورو کمپاينونو کې دا شمېر نسبتاً کم ښودل شوی و.

د يادې سرچينې په وينا، له دې کبله چې په زياترو سيمو کې کور په کور د پوليو واکسين کمپاين وشو، صحي رضاکارانو وکړای شول، چې خپله د پوښښ ساحه پراخه او ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورسوي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل امریکا غږ ته وويل، چې لا هم په ګڼو سيمو کې د وسله والو طالبانو له لورې کور په کور کمپاين ته د تطبيق اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه وويل: "... د کور په کور کمپاين ګټې دا دي چې هغه ټول د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان چې وېده وي، مريض وي، مېلمانه وي او يا هم نوي زېږيدلي وي، زموږ د واکسیناتورانو لخوا په کور د ننه تثبیت او د کورنۍ له غړو سره يې د واکسین د تطبیق په هکله خبرې کیږي".

خو له دې سره سره د روغتيا نړيوالې شبکې په وينا ۴۱ زره ماشومان د کورنيو د انکار او ځينو سيمو ته د صحي رضاکارانو د ورتلو د ناشونتيا له کبله د وروستي کمپاين پرمهال له واکسين څخه محروم شوي.

د خوست ولايت اوسېدونکی شېرخان له خلکو غواړي چې خپل ماشومان هرو مرو واکسین کړي: "... په ځینو کليو کې واکسيناتوران ګرځي او په ځینو کې نه ګرځي. نو له پلرونو او ميندو څخه مې دا هيله ده، چې نږدې کلينيکونو او ملکي روغتونونو ته دې مراجعه وکړي چې خپل ماشومان يې له پوليو واکسين څخه پاتې نه شي".

د شمېر له مخې په خوست کې تر ۳۱۵ زره زياتو ماشومانو ته چې تر پنځه کلنۍ ښکته عمرونه لري، د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورکول کيدل، خو د ۲۰۱۹ ميلادي کال له اپرېل مياشتې را وروسته چې کمپاينونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول، لسګونه زره ماشون د پوليو له واکسين بې برخې شوي دي.

پوليو دايمي معلولوونکي ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته په ډېرې آسانۍ سره انتقالېږي. د روغتياپالانو په وينا د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله د ګوزڼ ضد واکسين دی.

XS
SM
MD
LG