د لاس رسي وړ اتصالات

د دوبي موسم،پولیواو د کندهار د روغتیا د مسولینو اندیښي


له هغه وروسته چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د شري واکسین د ناسم تطبیق له کبله ۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ور کړ، د ځايي خلګو د شکایت له مخې د دولت وسله والو مخالفینو پدې ولایت کې د واکسین پر کمپیان بندیز لګولی دی.

وسله والو طالبانو له تیري یوې میاشتي راهیسی په کندهار کې د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پوليو واکسین چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې بند شوی ، لا تراوسه یې د بیا پيلیدو لپاره مثبت ګام ندې پورته شوئ .

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر ډاکټر نظر محمد وايي، چې سیمه ایز وسله والو یو لړ شرطونه لري او که يې شرطونه پوره نشي د ماشومان د ګوزڼ واکسین ته به اجازه نه ورکړي.

د ده په وینا،چې تراوسه دا شرطونه ندي منل شوي او د عامې روغتیا وزارت د خپلو مرستندویه ارګانونو سره په ګډه هڅې پيل کړي ، چې دا ستونزه هواره کړي.

ډاکټر نظر محمد وايي" هغه ساحه چې د دولت حاکمیت پکې نسته، دهغوی لخوا څخه موږ ته لیکل شوي لیک راغلی او هغه شرایط چې دوی په نظر کې لري که يې تاسې قبول کړی ، کولای شې دا کمپیان اجرا کړی خو په نه صورت کې يې کمپیان ته اجازه نشته " .

د کندهاراوسیدونکي وايي، چي روغتیايي ستونزو ته په کتو يې اوس د ماشومانو وقايې ته پاملرنه زیاته شوې خو له تیرو څو اونیو راهیسی يې ماشومانو ته واکسن ندی رسیدلی .

یو کلیوال کس د امریکا غږ ته وویل ،" زموږ په کلي کې پېخي ډير ماشومان دي هر کور پنځه ، شپږ ماشومان لري خو دا څو اونۍ کیږي چي واکسین ندی ورته شوی ، نه پوهیږو چي ولي "؟

که څه هم د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري وړاندې شوي شرطونه رسنیو ته ندي واضع شوي، خو ځينې باخبره منابعو ویلي ،چې وسله وال مخالفین زیانمنو شویو کورنیو ته د لوړمالي تاوان د ورکړې غوښتنه کړې .

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسولین زیاتوي، د ډیورنډ کرښې څخه را اوښتونکي ماشومان چې باید واکسین شي اوس ورته واکسین نه ورکول کیږي او د پولیو اکثره دغه ډول پېښې د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه د پاکستان په سرحدي سيمو کې دي ، چې د افغانستان سرحدي سیمو ته يې د زیاتیدو خطر ورځ تر بلې زیاتيږي .

د ډاکټر نظر محمد په وینا، که د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ژر پيل نشي نو پدغه ګرمه هوا کې د فلج ویروس د خپرېدو وېره تر بل هر وخت زیاته ده .

" د دغه ويروس سرکولیشن( دوروي حرکت ) دریدلی ندی او موږ د خطر احساس کوو ، په کویټه ، چمن او ګڼو نورو کلیو کې دا ناروغي زیاته ده ، زموږ خلک هره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ لري او دا خطر احساس کوو " .

د کندهار د بیلا بیلو برخو اوسیدونکي له عامي روغتیا وزارت څخه غواړي چي د دوی د ماشومانو روغتیا ته دي ځانګړې پاملرنه وشي .

د کندهار ولایت یو اوسیدونکې وویل،" دغه ناجوړۍ بېخي ډيري دي او دغه واکسین مریضیاني هم ورکوي ، دا باید وشي د ډاکترانو څخه غواړو چي واکسین زموږ کلي ته هم راوړي مخکي به په میاشت کې حتمآ راتلل خو اوس ندی راغلی ".

د عامي روغتیا ریاست یوتن واکسیناتور سیداغا امریکاغږ ته وويل چي دوی د تور ژړي ، فلج ، ټي بي یا نري رنځ په ګډون د څو نورو خطر ناکو ناروغیو واکسینونه لري او په تیر کې يې هره ورځ په سل ګونو ماشومانو وقایوي واکسینونه عملي کول .

دی زیاته وي چي هر واکسین د ځانګړي اهمیت لرونکی دی او د ماشومانو د روغتیا لپاره ډیر ارزښت ناک دي.

" زه دلته په روغتون کې واکسیناتور یم ، د ګلي مرض ، د ټي بي ، سینه بغل ، د فلج او نورو ناروغیو واکسینونه زموږ سره شته ".

ستونزه تر هغه وروسته را پورته شول کله چی یوه میاشت مخکې د ارغستان ولسوالۍ په یوه کلیوالی سیمه کې ۲ ماشومانو د شری د واکسین د ناسم تطبیق له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ .

د کندهار د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي ، چې په ارغستان ولسوالۍ کې د واکسین د کمپیاین لپاره ګمارل شوي واکسیناتوران د سیمې ځایي خلک دي او د سیمه ییزو مشرانو لخوا ورته معرفي شوي و او تضمین يې هم هغوی کړی .

د فلج د ناروغۍ موجوده ګواښونو ته په کتو لاهم نده څرګنده چې کله به په کندهار کې هغه سلګونه زرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین عملي شي چې راتلونکی يې د نورو په لاس کې او د جګړې له هیڅ لوري سره تړاو نلري .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG