د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پولیو یوازې څلورو ولسوالیو ته محدوده شوې


چارواکي وایي، په روان عیسوي کال کې به نهه میلونه افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
چارواکي وایي، په روان عیسوي کال کې به نهه میلونه افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په دغه هیواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي اوس یوازې څلورو ولسوالیو ته محدوده شوې ده.

په دغو ولسوالیو کې د پکتیکا د برمل، د کونړ د شیګل د کندهار شاولي کوټ او د هلمند د نوزاد ولسوالۍ شاملې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي د پروګرام مسوول میوند احمدزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د تیرو لسو کلونو په پرتله یېپه ۲۰۱۶ کال کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې لرلې.

ډاکټر احمدزي وویل "په دوه زره او شپاړسم کال کېد پولیو وهلو شمیر دیارلسو تنو ته رسیږي چې په دوه زره او پنځلسم کې دا شمیر شلو تنو ته رسیدو او په دوه زره او یو کال کې دا شمیر یو سلو اته نوي وه".

ډاکټر احمدزي نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف او د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د پروګرامونو د مشرانو سره یوځای خبریالانو سره په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ پر وړاندې د پرمختګونو په هکله خبرې کولی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې اوس افغانستان کې شپږ میلونه ماشومان د پولیو ویروس له خطر سره مخ دي.

دا وزارت وایي، چې په روان عیسوي کال کې به نهه میلونه ماشومانو ته د پولیو ضدواکسین ورکړل شي.

د دغه وزارت د پولیو د پروګرام مسول میوند احمدزي وویل، چې نا امني د پولیو واکسین په تطبیق کې خنډ جوړوي نو ځکه ځینې ماشومان د پولیو له واکسین نه پاتې کیږي.

ښاغلي میوند، له پاکستانه د کډوالو تګ راتګ او کورني بې ځایه شوي د پولیو د ویروس د لیږد رالیږد لاملونه وبلل.

هغه د کندز ولایت مرکز او درې ولسوالۍ او د کونړ د شیګل ولسوالۍ ځنې برخې په هغو سیمو کې یادې کړې چې په اوس وخت کې د ناامنیو له امله روغتیایي کارکوونکي ورته تللی نه شي.

د پولیو واکسین د تطبیق لپاره سږ عیسوي کال شپیته میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

په دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان او د یونسف ادارې د پولیو ضد د مخنیوي پروګرام مسولینو هم خبرې وکړې او له رسنیو یې وغوښتل چې د پولیو سره په مبارزه کې خپله ونډه ادا کړي.

تیر کال په افغانستان کې دیارلس د پولیو پیښې ثبت شوي دي، چې اوه د پکتیکا په برمل، څلور د کونړ په شیګل، یوه د هلمند په نوزاد او یوه د کندهار په شاولي کوټ ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

په ۲۰۱۷ عیسوي کال کې لا تر اوسه د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG