د لاس رسي وړ اتصالات

په خوارځواکۍ اخته ماشومان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي - روغتیا پالان


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین

د بدخشان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي په خوارځواکۍ اخته ماشومان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، او دوی یې د وقایې لپاره ځانګړي پلانونه په پام کې لري.

پدې وروستیو کې په بدخشان ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو زیاتوالي د کورنیو او روغتیا پالانو اندېښنه راپارولې، ځکه دوی ویره لرې چې ماشومان به د بدن د مقاومت د ټیټوالي له امله په پولیو ناروغي اخته شي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”نه یواځې په بدخشان ولایت کې، بلکه د هېواد په ډیرې ولایتونو کې پدې وروستیو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو ګراف لوړ شوی.“

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د نړیوالو همکارو روغتیایي ادارو په مرسته له یوه لوري د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي او له بل پلوه د وقایوي اقداماتو د ترسره کولو له لارې اجازه ورنکړي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته شي.

د بدخشان ولایت اوسیدونکې، ګلدسته امریکا غږ ته وویل: ”زما یو کلن زوی زموږ د بیوزلې له امله په خوارځواکۍ اخته شوی او د هرې ورځې په تیریدو سره لازیات کمزوری کیږي. زه ویره لرم چې په پولیو ناروغۍ اخته نشي.“

د بدخشان ولایت یو شمېر ډاکټران له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزې ته چې د هغوی له معافیت سره ټینګ تړاو لري، جدي پاملرنه وکړي، تر څو د ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو په وړاندې وقایه شي.

د بدخشان ولایت اوسیدونکي، ډاکټر بارکزی، امریکا غږ ته وویل: ”لا هم یو شمېر کورنۍ د پولیو ضد واکسین په اړه د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې دي، او نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي. د خوارځواکۍ د پېښو د زیاتوالي تر څنګ، ماشومانو ته واکسین نه کول، د ګوزن ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندي واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG